داعشي اربکیان څوک دي؟
ليکوال: رحیم الله بریال
فکر کوم دا خبره به ناسمه وي چې په داعش راټول شوي ټول سلفیان دي، اوس هم دامارت په لیکو کې دنورستان، کونړ او جلال اباد هغه سلفي سرسپارلي مجاهدین شتون لري چې دامارت تربیرغ او امرلاندې یې دا تېردیارلس کاله ښه په مېړانه دطاغوت پروړاندې مبارزه کړي او لا هم دوام لري، زما دمالوماتو پراساس دنورستان، کونړ او نورو سیمو سلفي اوغیرسلفي مجاهدین تر پرونه دامارت دامرپه انتظار و چې کله به دامارت مشرتابه لخوا امر ورکړل شي چې دحافظ سعید مریدانو پروړاندې عملي ګام پورته کړي.
دامارت په لیکو کې هیڅکله هم دا اړینه نه ده چې ته سلفي، پنجپيری او یا غیرحنفي یې ځکه خو ته زمونږ په صف کې ځای نلرې بلکې امارت تل په غیرې مشروعو کړنو ځينې منفورې څيرې له ځانه شړلي او له خپلو پاکو صفوفو یې ګوښه کړي او یایې په کور کېنولي.
داچې ځينو شړل شویو دداعش په لمن کې پنا اخیستي او له دې موقعې څخه د امارت پرخلاف ناوړه استفاده کوي دا پدې معنا نه ده چې له امارت څخه سلفي مجاهدینو فاصله نیولي او خپلې هیلې یې په داعش پورې غوټه کړي بلکې دا دلمرپه شان ښکاره او واضحه خبره ده چې دې کسانو په افغاني ټولنه کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی و نور یې ولس ته دسترګو جګولو ځای نه درلود، دوی په غلا، لوټ، شوکونه او دولس په ځورونه کې ښکاره لاس درلود او پدې اړه دسیمې مسؤل چارواکي له ځانه سره قوي ثبوتونه لري او دولس مستند شکایتونه یې ثبت کړي.
که څوګ دا ادعا کوي چې امارت سلفیان له ځانه ګوښه کړي نو امارتي لوګری خو له سلفیت سره هېڅ تړاو نلري ولې یې کډه ورونغاړله؟
خو لکه وړاندې مو چې وویل، دامارت په قالب کې هرهغه څوګ ځاییدای شي چې دټولو هغو اصولو پابند وي چې شریعت مونږ ته وضعه کړي، مطيع او فرمانبردار وي او خپلو نفساني او شیطاني غوښتنو ته دشرعي او ملي غوښتنو پروړاندې طلاق ورکړي او ترک یې کړي.
مونږ په عراق او سوریا کې داسلامي دولت دفعالیت او شتون خلاف نه بلکې په فتوحاتو یې د زړه له تله خوښي څرګندوو خو داچې په افغانستان کې یې دامارت پرخلاف هغو څېرو ته غېږه خلاصه کړي او استعمالوي چې په وار وار دلته ازمایل شوي او دخپلو ناروا کړنو له امله د ولس لخوا رټل شوي، نو ښکاره خبره ده چې اسلامي دولت په نړی کې دشریعت استحکام او دنړیوالو جهادي ډلو ترمنځ اتحاد نه بلکې دبغاوت، نفاق، کرکې او بې اتفاقی اور ته لمن وهي،
که اسلامي دولت رښتیاهم داعلاء کلمة الله په خاطر قرباني ورکولای او موخه یې دشریعت نفاذ و، نو د اسلامي امارت درهبري شورا دلیک او دروند دریځ پر وړاندې به یې دومره سپک او له اهانته ډک غبرګون نه ښوولی لکه عدناني چې په پروني صوتي پيغام کې دامارت مجاهدینو ته داربکیانو خطاب کړی او خپل پلویان یې اتفاق او اتحاد ته د رابللوپرځای په شاه ټپولي.
دعدناني او پلویانو خیر پدې کې و چې امارت ته یې په خورا درنه سترګه کتلي وای او ددوی تیر دمیړانې او قربانی تاریخ یې پاڼه پاڼه مطالعه کړی وای او وروسته یې په سړو دماغو دوستانه تصمیم نیولی وای خو،
بدبختانه چې دوی داسې ببولالې وغږولې چې نه یې راتلونکي کې دځان لپاره څه چانس او موقع په نظر کې ونیوله او نه یې په افغانستان کې دګوتو په شمېر یوڅو پلویانو ته داستوګنې ځای پرېښود.
هم یې دافغانانو ترمنځ خپل محبوبیت له لاسه ورکړ او هم ټولو نړیوالو جهادي ډلو ته جوته شوه چې دداعش لومړنی ګذار په خارجي یرغلګرو نه، بلکې د اسلامي امارت په منظمو صفوفو دی.
يادونه:هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دی د عزم توافق ورسره شرط نه دی،عزم يوازې اسلامي او ملي مقدساتو ته زيان رسوونکي مطالب او ليکنې نه خپروي.تاسو هم کولای شئ چې موږ ته خپلې لېکني د اړيکې له لارې راولېږئ.
دعزم اداره