د ملکي هوايي چلند اداره: د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره په منظمه توګه الوتنې پیل شوي

عزم (پنجشنبه، ۰۵، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د څو میاشتني ځنډو وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګره الوتنې پیل شوي دي او له دې وروسته به له کابله ګڼو هېوادونو ته الوتنې کېږي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په لومړۍ ورځ له استانبول څخه ۳۵۰ مسافر کابل ته راولېږدل شول او نن به د اماراتو او کابل ترمنځ هم الوتنې پیل شي.
د خبرپاڼې له مخې، ټول هغه مسافرین چې ترکیه، متحده اماراتو، اروپایي هېوادونو او متحده ایالاتو وېزه یا د اوسېدنې جواز ولري کولاي شي سر د نن څخه نړیوال سفرونه وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د اریانا او کام ایر په ګډون د هېواد کورنیو هوايي شرکتونو هم خپلې بهرنۍ الوتنې پیل کړي او د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې یې د روغتیايي چمتووالي سربېره ځینې نور اړین ګامونه هم اخیستي دي.
«د ټولو درنو مسافرینو او هوایي شرکتونو څخه مو غوښتنه ده چې د سفر له پیل څخه تر پای پورې د هېواد د ملکي هوایي چلند ادارې دستور العمل او د عامې روغتیا وزارت روغتیايي سپارښتنې تعقیب کړي او وقايوي تدابير په پام کې ونیسي.»
په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو راهیسې ګڼو هېوادونو خپلې الوتنې درولې وې؛ خو اوسمهال په ځینو هېوادونو کې د کرونا سربېره الوتنو ته اجازه ورکړل شوې ده.
تېره اوونۍ د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي وو، د کرونا له امله یادې ادارې ته ۴۰مېلیونه ډالر زیان رسېدلی دی او د تېر کال په پرتله به یې سږکال عواید کم وي.