د روسیې ماتې، که چل او هنر؟

خط اول

په داسې حال کې چې د اوکراین له مرګونې جګړې تر کال زیات وخت تیریږي او روسیې هم په ټوله توانمندي سره د یاد هیواد پر وړاندې جګړې تر سره کړې؛ په زرګونو پوځیان یې ور ووژل، بنسټونه یې ورته ویجاړ او عامه شتمنۍ یې منهمدمې او لمنځه یووړې.

په غبرګون کې یې اروپا او امریکا هم ټول زر او زور و آزمایه او اوکرایني پوځیان یې د یوې کرایي قاتلې ډلې په توګه له خپل هیواد او د غرب له منافعو څخه دفاع ته آماده او خپل ټوله شته یې د دوی خدمت کې اماده کیښوودل.

اوس چې اوکراین هم د عسکرو له بشري ځواک سره مخ کیدونکی شو او د غرب تنفس هم د اوکرایني جګړې په مخته وړلو کې وروستي ضربانونه وهي، روسیې هم پراخ مالي تاوانونه وزغمل او اوکراین هم په کندوالو بدل شو، نو په روسیه کې د واګنر قاتلې ډلې لخوا، یو ناڅاپي حرکت رامنځته او د یوې مرګونې کودتا هڅه وشوه.

دغه کودتا ناڅاپي، په ورځ کې یې پیل وشو، په ۲۵ زره کسیز پوځ یې ۸ لکه کسیز پوځ وننګاوو، څو ښارونه یې ونیول، پوځي وسایل یې ویجاړ او آن ممکنه ښکاریده چې پلازمینه مسکو تر خپلې سیطرې لاندې راولي.

د واګنر په نامه دغه قاتله ډله، کټ مټ لکه د امریکا بلکواټر په څیر ده؛ د یوګني پریگوژین په نامه یو کس یې مشري کوي، په لسګونو زره قاتل جګړه مار عسکر لري، په ختیځ اوکراین، سوریه او د اوکراین په اوسنۍ جګړه کې په سترو جنایتونو تورن دي او د امریکا، فرانسې او ګڼو لویدیځو هیوادونو لخوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژندل شوي دي.

دغې ډلې وروسته تر هغه له اوکراین څخه خپلې ملیشې بیرته روسیې ته ستنې کړې او هلته یې د پوتین پر وړاندې دریځ ونیووه، کله چې د کریملین لخوا په جنګي جنایاتو ښکیل وبلل شول.

د روسیې ولسمشر په خپله ۵:۳۳ دقیقه ییزه وینا کې دوی قاتل جګړه ماران او د هیواد دښمنان یاد کړل او ویې ویل چې غرب د دوی په مټ غوښتل، روسان د شا لخوا په چاقو ووهي.

جالبه دا وه چې دا ګړندی حرکت د ورځې په اوږدو کې ښه پر مخ ولاړ، غربیانو محتاطانه ګام کیښووده، ترکیې، ایران، بلاروس او چیچنیا د پوتین ننګه وکړه او اوکراین او ځینو نورو د خوښۍ ګوتۍ ټکولې، چې تر ماښام وروسته یې په ناڅاپي توګه د شاتګ اعلان وکړ او نړۍ یې هک پک کړه.

د روسیې ناکامي ګټه که تاوان؟

غرب او په ځانګړې توګه یهودان غواړي، د امریکا او اروپایي اتحادیې تر سنبولیک نامه لاندې، په ټوله نړۍ د واکمنۍ ټغر وغوړوي او هغوی چې ترې سرغړونه کوي، له مختلفو سیاسي، اقتصادي او نظامي لارو تر خپلې اغیزې لاندې راولي.

غرب ته اوس د یوه ناسور په توګه په ختیځ کې یواځني دوه هیوادونه چې چین او روسیه دي، پاتې دي؛ چې غواړي له مختلفو لارو یې رام کړي او خپل راج پرې وچلوي.

روسیه یې لومړی په افغانستان، بیا سوریه او اوس یې هم اوکراین کې ښه له زر او زور و غورځوله او چین ته یې بیا په تایوان کې لوی کوهی کنستلی او غواړي په داخل کې یې هم خپل څو بړیڅي پیدا کړي، څو یې له پرمختګ را وګرځوي.

که په لویه کې ووایو، مونږ ته له یو قطبي نړۍ څخه چې امریکا یې هوس لري او غواړي چې د اقتصاد، سیاست او نظامي ځواک واک یواځې یهودان په لاس کې ولري؛ دا ښه ده چې نړۍ څو قطبي وي روس هم یو سوپر طاقت پاتې شي، چین هم او…. هم خپلو ځایونو کې.

د چارو ځینې څیړونکې وایي، د واګنر ډلې دا مقاومتي کودتا یوه تمریني لوبه یا ډراماتیکه هڅه وه، څو د غرب په دې لوی جال کې چې اوکراین کې یې غوړولی، روسان خپل ژمن چارواکي او وپیژني او غداران په آساني سره له صف وباسي.

روسیې په ۱۹۰۵ کې له جاپان، په ۱۹۱۷ او ۱۸ کې د داخلي جنګ پر مهال د تزاریانو او شوروي اتحاد انقلاب او بیا په افغانستان کې له ماتې وروسته، د شوروي اتحاد ټوټه کیدل او له هغه څخه د مختلفو جمهوریتونو را پیدا کیدل، دا جوتوي چې روسیه کې هر کوچنی انقلاب هم لوی تحول ته رسیدلی دی.

لرې نه ده چې که واګنر خپل مقاومت ته دوام ورکړی وای، د غرب لخوا یې تحت الحمایه ښارونه هم په رسمیت پیژندل کیدل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button