طالبان په بدخشان کې د پوستې دنيولو او دولت يې دمحاصرې ادعاکوي

بدخشان مرکز فیض اباد

فيض اباد(عزم: شنبه ،۰۳ زمری،۹۴ ل) د بدخشان ولايت امنيتي مسؤلينو خبر ورکړ چې ددغه ولايت د وردوج ولسوالۍ په سردرګاب/تېرګران سيمه کې په يوه امنيتې پوستې وسله والو طالبانو بريد کړی چې له امله يې پوسته د وسله والو طالبانو  په محاصره کې ده او جګړه لاهم دوام لري.

د بدخشان د پوليسو وياند لعل محمد احمدزي رسنيو ته ويلي چې دغه پوسته د بدخشان ولايت په تيرګران سيمه کې پرته ده چې په عين حال کې له څلورو لوريو د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې ده او لاهم د دولت د سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

بل خوا د بدخشان ولايت سرپرست والي شاه ولي الله ويلي که ددغې پوستې امنيتې سرتېرو ته تازه دم کومکي سرتيري ونه لېږل شي نو ډېر ژر به دغه پوسته د وسله والو طالبانو لاسو ته ولويږي.
خو وسله والو طالبانو په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې ياده پوسته يې له دولتي سرتېرو نيولې او ۱۲ تنه عسکر يې وژلي چې وسله يې ددوی ملګرو له ځان سره وړې او مړي يې لاهم دجګړې په ډګر پراته دي.
طالبانو داهم ويلي چې دغې جګړې ته له زيباک او اشکاشم څخه تازه دم  سرتيري ورغلي خو  ددوی د ملګرو له خوا هغوی بېرته په شا تمبول شوي دي.

بدخشان دهېواد يو له نا امنه ولايتونو څخه دی چې ډېر وخت ترې د دولتي سرتيرو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو خبرونه ورکول کیږي.

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button