د ښوونځي استاذ 20 کاله ویښتان پري نکړل
صنعا (عزم: یکشنبه ۲-اسد ۹۴) د جنوبی یمن اوسیدونکی د ښوونځي استاد عبدالعلیم الباني له شلو کالو راهیسي د خپل سر د ویښته پریکولو څخه نټه کړي ده .
له سعودي څخه خپریدونکي صدا نومي ورځپاڼه کاږي چې د یمن د سویلي بندرګاه عدن د شمال ختیځ ولایت الیافعي اوسیدونکي عبدالعلیم الباني، په 1994م کې لوړه کړي وه چې ترڅو پوري جنوبی یمن آزاد شوی نه وي ؛ ترهغو پوري به خپل ویښتان پری نکړي . په 1994م کې بیلتون غوښتونکو ماتي وخوړه او په پایله کې یې جنوبی او شمالی یمن سره یوځای شول . د ورځپاڼي په وینا کیدای شي چې د رواني اونۍ په وروستیو کې نوموړی استاذ خپل ویښتان پری کړي ، ځکه چې ممکنه ده جدایی غوښتونکي په دې لنډ وخت کې بریالي شي او د نوموړي غوښتنه پوره شي او جنوبی یمن د ده په خبره د قابضینو له ولکي آزاد شي.