د تېرو ۱۳ کالونو په موده کې د افغانستان يوميليون کسان بې کوره شوي دي
کابل (عزم: شنبه ،۰۳ زمری،۹۴ ل) د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې په تېرو ۱۳ کالونو کې د جګړو او نا امنيو له امله نږدې يو ميليون افغانان په خپل هېواد کې د کورنو په پرېښودلو مجبور شوي او کډوال شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرات مطبوعاتي مشاور حفيظ احمد مياخېل ويلي چې د کډوالو د چارو وزارت تر تېر کال پورې د ۸۴۰ زره بې ځايه شويو کورنۍ په هېواد کې د نا امنۍ او جګړو له امله بې ځايه شوي دي.
نوموړي ويلي چې د تېر يو کال په اوږدو کې ۱۳۰ زره کسان بې کوره شوې وو چې زياتره بې کوره شوي افغانان د هلمند او کندوز ولایتونو څخه وو.
نوموړي زياته کړه چې له دغو بې کوره شويو سره وخت په وخت نغدي او د خوراکي توکو مرسته شوې ده خو په هېواد کې دبېلابېلو کډوالو څخه د مرکو په ترڅ کې هغوی ويلي څنګه چې لازمه ده او څومره چې کوم بشري بنيادي ضرورتونه دي په هغه اندازه مرستې نه دي ترسره شوي.
په افغانستان کې يو ميلون تنه په داسې حال کې له خپلو کورنيو بې ځايه کېږي چې په ميلونونو نور افغان کډوال لاهم په ګاونډيو هېوادونو کې دکډوالۍ ژوند تېروي.
د مارچ په مياشت کې د افغانستان د کډوالو د چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي پاکستان ته دخپل سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره ليدلي او په تدريجي توګه يې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ستنېدو خبره کړې وه.
خو په پاکستان کې ميشت افغان کډوال وايي چې دوی افغانستان ته د کور او کار او امنيت د نشت والي له امله د تګ له پاره زړه نه ښه کوي.
عبداللطيف نظيف