د شمالي ټلوالې په ضد د ارګ نوې شوری

ليکوال ـ نور ريښتيا پال

د هيواد په شمال کې د طالبانو له وروستيو نظامي پرمختګونو وروسته د بهرنيانو ټول پلويان په ځانګړې توګه پخوانی شمالي ټلواله ډيره وارخطا ده . د شمالي ټلوالې مشران فکر کوي چې دغو پرمختګونو ته بهرنيانو او د اشرف غني امنيتي ټيم د دوی د پخوانيو ځينو نورو رقيبانو په مرسته لاره همواره کړې او هدف يې په شمال کې د دوی د زور اوبه کول دي.

په لومړي سر کې دغه وارخطايي له استاد عطا او د عطا له پلويانو سره وه ، خو وروسته وروسته دوستم او محقق او په نهايت کې ټوله شمالي ټلواله په دغه وارخطايي کې ورګډه شوې.

د شمالي ټلوالې ملاتړې بهرنۍ کړۍ هم ورته فکر لري ، هغوی بيا دغه پرمختګونه په شمال کې د داعش راټوکولو او تقويه کولو ته د خپلو حريفانو زمينه سازي ګڼي.

له همدې امله شمالي ټلواله او د دوی پلوي بهرنۍ کړۍ په خوځښت راغلې ، له خپل ځان  نه د دفاع او د دغه خطر د مخنيوي په فکر کې دي.

د کره معلوماتو له مخې د سيمې استخباراتي سازمانونو عطامحمد نور ته وسلې او پیسې استولې دي او عطامحمد نور دغه وسلې د هيواد په شمال کې د شمالي ټلوالې په پخوانيو قوماندانانو او پلويانو تقسيم کړې دي.

په دغه رابطه موږ په مخکنيو ليکنو کې د خپلو سرچينو له قوله معلومات نشر کړي ؤ .

کومه ډيپو چې په پروان کې د امريکايانو له لوري بمبار شوه ، دا د هغه اسلحو ډيپو وه چې زياتره يې عطامحمدنور تازه په تازه پروان ته استولې وه .

ويل کيږي چې مخکې له دې چې دغه ډيپو بمبار شي ، د دغه ډيپو نه ډيره وسله ويشل شوې وه .

همدغه راز رسنيو ته د عطامحمدنور ، جنرال دوستم او محمد محقق له لوري د يو درې ګوني اتحاد او د ګډو مليشو د جوړولو د طرحې پټ معلومات هم راووتل.

د شمالي ټلوالې او د دوی د بهرنيو پلويانو دغو تحرکاتو ارګ په ځانګړې توګه د حنيف اتمر په مشری پخواني خلقيان ، غرب پلوه سيکولران او د دوی ملګري کابل ميشتي حزبيان هم سخت وارخطا کړي دي او د دوی دغه تحرکات له نيږدې څاري.

د دوی د دغه تحرکاتو د څارلو او د مخنيوي لپاره يې د لازمو مشورو او پلانونو د جوړولو په موخه يوه اولس کسيزه شوری جوړه کړې ده ، په شوری کې د حنيف اتمر تر څنګ خليلزاد ، معصوم ستانکزی او جمعه خان همدرد د سر سر له کسانو څخه دي.

ويل کيږي شوری پريکړه کړې چې د ټولې شمالي ټلوالې په ځانګړې توګه د شوری نظار لاس په تدريج سره له حکومت نه لنډ کړي.

د دوی لومړنی پلان داده چې له نظامي او امنيتي ارګانونو څخه شمالي ټلوالې ته وفادار جنرالان په يوه او بله بهانه تقاعد او يا يې له دندو لرې کړي.

او معصوم ستانکزی يې چې له شوری نظار او په ځانګړې توګه له استاد عطا سره سخت حساسيت لري د همدې لپاره دفاع وزارت ته معرفي کړ .

ويل کيږي شمالي ټلوالې دغه خطر درک کړی ؤ ، نو ځکه يې د معصوم ستانکزي د له منځه وړلو په موخه په پارلمان باندې بريد ته زمينه مساعده کړه او هم يې د ده په ضد په پارلمان کې پراخه کمپاين وکړ تر څو دی له پارلمان څخه د اعتماد رايه وانه شي خيستلای.

معصوم ستانکزی سره له دې چې له پارلمان څخه يې د تائيد رايه وانه خيستله بيا يې هم د دفاع وزارت د سرپرست په توګه څو ځله هڅه کړې تر څو شمالي ټلوالې ته وفادار جنرالان يا تقاعد او يا له دندو لرې کړي ، خو دغو جنرالانو يې په وړاندې مقاومت کړی.

سرچينه زياتوي چې په پارلمان کې د معصوم ستانکزي له ناکامۍ وروسته دغې شوری اشرف غني ته وړانديز کړی چې دا ځل دې حنيف اتمر دفاع وزارت ته معرفي کړي او معصوم ستانکزی خپل د ملي امنيت مشاور وټاکي.

او يا دې جنرال رحمت الله نبيل دفاع وزرات ته معرفي کړي او معصوم ستانکزی دې د ملي امنيت عمومي رئيس وټاکي ، اشرف غني هم دغه وړاندیز منلی.

د شنونکو له آنده ګډ حکومت دغو خپلمنځي اختلافاتو ډير کمزوری کړی او دغه اختلافات د دې سبب شوي دي چې له طالبانو سره په جګړه کې د جنرالانو او عسکرو روحيه ماته کړي ، اغيزمنه قومانده او مديريت له منځه يوسي او هماهنګي ختمه کړي.

او که چيرې دغه حالت دوام پيدا کړي ، کيدای شي حکومتي ځواکونه نورې ډيرې سيمې هم طالبانو ته وبايلي، او په نيږدې راتلونکي کې ډيرې ولسوالۍ او آن د ولايتونو مرکزونه سقوط وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button