په رڼا کې ویده کیدل دماغ ته زیان رسوي

څیړنه : (بیهیویرل برېن رېسرج) یوه څیړنیزه ساینسي جرېده ده چې اړیني طبي څیړني خپروي . نوموړي جریدي په دې وروستیو کې یوه اوږده مقاله خپره کړه چې ستاسو د ګټي په موخه مو لاندي مهم ټکی تري غوره کړل.
دانسان دماغ په رڼا اوپه تاریکه کی مختلف هارمونونه پیداکوی، هغه هارمونونه چی په رڼاکی پیداکوی هغه ترهغوهارمونونوچی په تاریکه کی ئې پیداکوی ډېرګټوردی ۔ اوبل داچی په تاریکه کې دخوب حرکت (Cycles) ډېرښه دی نسبت رڼاته، اوپه رڼاکې سترګې داسی اشارې دماغ ته لیږی چی دماغ پوره آرام ته نه پرېږدې، که څه هم سترګې پټې وې، خو بیا هم دماغ سکون ته نه پرېږدې۔