دشيخ قرضاوي په ګډون درې مشهور ژورنالېستان په مرګ محکوم شول
قاهره (عزم: شنبه ،۰۳ زمری،۹۴ ل) د سوريې يوې محکمې د اسلامي نړۍ د ستر ديني عالم شيخ يوسف القرضاوي په ګډون درې تنه نوموتي ژورناليستان په مرګ محکوم کړل او د مصر دپارلمان پخوانی غړی په مرګ محکوم کړل.
په دغو کسانو کې د پارلمان پخوانی غړی الشيخ محمد حبش، عدنان العرعور، فيصل قاسم او ميشل کېلو شامل دي.
محکمې په نوموړو کسانو په سوريه کې د جهادي فعاليتونو او له ځينو جهادي ډلو سره د مالي همکارۍ تور پورې شوی دی.
دغه پريکړه په سوريه کې د جهادي تنظيمونو په خلاف د ځانګړې محکمې له لورې په يادو کسانو شوې،په پريکړه کې ويل شوي چې تورنو کسانو د سوريې د رسنيو له لوري د سوريې ولس د بشار الاسد د نظام په خلاف راپورته کاوه.
د محکمې قاضيانو د سوریې دولت ته وړانديز کړی چې د تورنو کسانو شخصي ملکيتونه او جائيدادونه دې هم دولت په خپله ولکه کې واخلي.
د اسلامي نړۍ ستر ديني عالم د۱۹۲۶ زيږديز کال د سپتمبر په ۹ مه نېټه په مصر کې زېږېدلی چې د اسلامي نړۍ د علماء د شورا مشر هم دی.
د نوموړي په اړه د سوريې د محکمې پریکړه په مصر کې د شيخ قرضاوي پلويانو د يوه لاريوون په ترڅ کې وغندله او ځان سره يې هغه ليکل شوې پردې لېږدولې چې پرې ليکلي يې وو(د ځمکې په قاضيانو به د اسمانونو قاضي پرېکړې کوي)
عبداللطيف نظيف