کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې/ اسامه وزیروال

arbakian1

ليکوال: اسامه وزيروال

د اربکیانو یا (ALP) جوړښت په ۲۰۱۰م کې د جنرال پیټریوس او اسدالله خالد د پلان مطابق د غزني له اندړو څخه، د ولسي پاڅون پر نوم وشو.

د اربکیزم پروژه د ولسي پاڅون په نوم د طالبانو پر ضد ورو ـ ورو، نورو ولایاتو ته هم وغځول شوه او د ۳۴ ولایاتو څخه په ۲۹ ولایاتو کې یاده پروژه تطبیق شوه.

په ۲۹ ولایاتو کې تقریبا ۳۰ زره اربکیان موجود دي، د اشرف غني حکومت غوښتل چې د اربکیانو تعداد لوړ کړي او ۱۵ زره اربکیان نور هم ور زیات کړي، ترڅو طالبان وځپي او د دوی په وینا امنيت تامین کړي خو؛

د (ICG) نړیوالې ادارې پخپل کلني راپور کې داسې ولیکل:

اربکیانو د طالبانو د ځپلو پر ځای طالبانو ته لا تقویت ورکړ، ځکه چې اربکیان لاوبالي او ناپوهه عسکر دي، د ظلم بازار یې تود ساتلی او د ولس څخه په مختلفو پلمو پیسې وصولوي، آن تر دې چې د فاریاب په ولایت کې د سیمه ئیزو پولیسو مشر یوه څاه له مارانو ډکه کړې او چې هر څوک یې له ناروا غوښتلو څخه انکار وکړي، له مارانو څخه ډکې څاه ته یې ورغورځوي.!

د عزم عملیاتو په ګړندي بهیر کې د هېواد په لر ـ بر کې د ګړندیو فتوحاتو یو راز د فاسدو اربکیانو څخه د خلکو نفرت دی چې له امله یې، ورځ تر بلې د ارګ مېشتو واک محدودیږي او د طالبانو د واک سیمي پراخيږي.

د وردګو په جلریز کې د بامیانو څخه راغلیو اربکیانو د وردګو له پښتنو سره هغه نادودې او نارواوې وکړې چې قلم یې له لیکلو او ژبه یې له ویلو څخه شرمیږي؛ بده یې لا دا ده چې د بغلان اربکیان د چرګانو په غلاؤو کې ونېول شول او د سترو غلو له لوري یې سرونه ځکه ور وخرئیل شول چې ګوندې وړې غلاوې یې ترسره کړي.

10406422_137578729907759_706789781899137718_n

د دوه سري رژیم کړنو ته په کتو سره، د دوی د عسکرو له لورې د چرګو غلا رښتیا هم وړه غلا ده، دلته د چارواکو له لورې اوښان په بډه وهل شوي، په جریبو ـ جریبو ځمکې زورواکانو غصب کړي، په یوه ـ یوه پروژه کې په میلیونو ډالر هضم شوي نو د چرګانو غلاوې خو بیخي په غلا کې نه راځي البته د موجوده رژیم لخوا، د افغانانو حق په ډېره سپین سترګۍ او بې رحمۍ سره وهل کیږي.

د کابل بانک قضیه، د فاروق وردګ معامله او په دوبۍ کې د پاکستان سره د استخباراتي تړون پر سر د اخېستل شوو میلیونو ډالرو کیسه؛ هغه څه دي چې د کلیوالو سیمو ساده ـ باده خلک ترې ناخبره پاته دي.

که د هېواد اطرافي وګړي په لوړه کچه د چارواکو له غبن څخه خبر کړای شي، باور وکړئ که د کابل رژیم دوه میاشتې هم دوام وکړي.

اصل مقصد ته راګرځم او هغه دا چې:

که څه هم د اربکیزم ناوړه پروژې د خپل شتون پر مهال زموږ ډېری هېواد وال شهیدان کړل، ډېر یې له کلیو وشړل، مالونه یې ترې تالا ـ والا کړل، له هلکانو سره یې د لواطت شنیع اعمال ترسره کړل، په ولسوالیو کې ښونځیو ته تلونکې نجونې یې وګواښلې، په ځېنو سیمو کې یې له ولسي وګړو څخه تناسلي آلې پرې کړې او په سپېږمو یې ګرم سیخان ور ننباسل خو؛

اوس یې خیر د ولس لپاره دا شو چې قومونه یې پر وړاندې پاڅونونه کوي، طالبان چې د ولس په دننه کې ځای لري او د همدې ولس له منځ څخه د اشغالګرو او تالې څټو پرخلاف یې پر وسلواله مبارزه لاس پورې کړی، ښه په نره او په منډه مرستې ته ور رسیږي او د وحشت د مکرجنې پروژې لوبغاړي د ولس په محکمه کې وژل کیږي خو له بده مرغه چې د اربکیزم د پروژې اصلي کرکترونه د ملت له محاکمې لري دي، څه یې په ارګ ننوتي او څه یې شل ـ شوټ او خړې سترګې معیوب پراته دي.!

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button