هرات: ۶ تنه د دیوال د رانړیدو له امله ووژل شول

هرات (عزم : شنبه ۳زمری ۹۴) راپورونه وایي، چې د هرات ولایت په زاړه ښار کې د یوه لرغوني دیوال د نړیدو له کبله ۶ تنه وژل شوی دی.

د هرات ښار د پایان آب په سیمه کې یو ډېر زوړ دیوال وو چې ناڅاپی پر خلکو را نړیدلی او ۶ وګړي ترلاندي شوي دي . روغتیایی مامورینو رسنیو ته ویلی چې ۵ تنه مړي روغتون ته ور وړل شوي دي چی یو  پکښي ۱۲ کلن ماشوم شامل دی او پاتې نور ټول له ۲۵ نیولي بیا تر ۳۵ کلونو پورې عمر لری.

دا دیوال د هرات د زوړ او لرغونی ښار یوه برخه جوړوي، چی د اوسني نوي ښار په سویل لوېدېځ کې موقعیت لري.

د چارواکو په وینا په ټول هرات کې شاوخوا اوه سوه لرغوني ودانۍ او سیمې ثبت شوې، چی اویا سلنه یې بیارغاونی ته اړتیا لري.

ډېری دا ډول لرغونې ودانۍ د جګړو او یا طبیعی پېښو له کبله زیانمنې شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button