طالبانو په بدخشان کې تر سلو زیات دولتي عسکر ژوندي نیولي  

بدخشان – (عزم: یکشنبه ۴-زمری  ۹۴ل)

طالبانو د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو يوه ستره قرارګاه نيولې ده.

راپورونه وایی چې وسلوالو طالبانو دوې ورځي وړاندې پر دغه قرارګاه او نورو دفاعي پوستو بريدونه پيل کړي وو چې يو شمېر پوستې يې د دوو ورځو په اوږدو کې ونيولې او نوري يې نن ورځ تر خپل کنټرول لاندي راوستې.

دغه قرارګاه د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سيمه کې ودانه شوې وه چې په سيمه کې په قلعه يادېده.

د بدخشان ولايت د ولايتي شورا رئيس پيښه تائيد کړه خو په قرارګاه کې د مېشتو عسکرو په اړه يې دقيق معلومات نه درلودل.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ليکلي چې د قرارګاه له نيولو سره يې په قرارګاه او شاوخوا پوستو کې مېشت ۱۱۰ تنه عسکر نيولي دي، د نوموړي له قراره په نيول شويو عسکرو کې د سيمه ييزو اربکيانو قومندان او د سرحدي پوليسو رئيس ارکان هم شامل دي.

مجاهد زياته کړې په ياد شوي مرکز کې يې ګڼي سپکي او درنې وسلې او زيات مهمات هم ګوتو ته ورغلي او يو شمېر پوځي نقليه وسائط يې هم ترلاسه کړي.

د ياد ولايت سرپرست والي شاه ولي اديب له رسنيو سره په خبرو کې د مرکز له لاسه وتل ومنل او زياته يې کړه چې طالبانو د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سيمه کې د ګډو ځواکونو لوی بيس نيولی او په لسګونو اربکيان او سرحدي پوليس هم د مرګ له ويري له هرڅه سره وسلوالو طالبانو ته تسليم شوي.

په دوه ورځنۍ جګړه کې دولتي عسکرو د قرارګاه ۶ دفاعي پوستې هم طالبانو ته پريښي او له دې علاوه يې ۱۲ کلي چې د دوی تر بشپړ واک لاندي وو، خوشي کړي دي.

سيمي ته نژدې يو شمېر اوسېدونکي وايي قرارګاه له څو ورځو راهيسي تر بشپړې محاصرې لاندي وه او نن ورځ ماښام مهال ۷ بجې د طالبانو لخوا ونيول شوه، د دوی د معلوماتو په اساس په قرارګاه کې ۱۱۰ تنه عسکر او پوليس تسليم شوي او سپکې او درنې وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلي.

د طالبانو د خبرپاڼې په اساس طالبان د قرارګاه په نيولو سره د وردوج ولسوالۍ له مرکز پرته په ټولو سيمو حاکم شول، په خبر پاڼه کې راغلي چې نن سهار په يوه پوسته کې ۱۵ دولتي عسکر اسيران شوي چې په دې سره د نيول شويو عسکرو شمير ۱۲۵ تنو ته رسيږي.

طالب وياند د خپلو ملګرو د تلفاتو په اړه ويلي چې په ټوله دوه ورځنۍ جګړه کې يې ۱ تن وژل شوی او ۹ نور ژوبل دي.

د دفاع وزارت د وياند معاون دولت وزيري او د داخله چارو وزارت وياند صديق صديقي د نن ورځې په سهار کې په ګډه خبري ناسته کې د خبريالانو په وړاندې د بيس محاصره رد کړې وه او ويلي يې وو چې طالبان يې له سيمو په شا کړي دي، دوی ادعا کړې وه چې عسکر يې له پلان سره سم جنګېږي او مقابل لوري ته يې زيات ځاني تلفات اړولي دي.

د دغه ولايت وياند احمدنويد فروتن بيا د نن ورځې په پای کې رسنيو ته سيمي ته د تازه دمو کومکي عسکرو د رسيدو پر خبره سربېره ادعا وکړه ، چې د يو قومندان په شمول يې ۲۱ وسلوال وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان کړي؛ خو نوموړي اوسمهال د قرارګاه له لاسه وتل منلي دي.

طالبانو د عزم په نوم پسرلنيو عملياتو کې د شمال لور ته زياته توجه کړې چې تر اوسه پوري يې ګڼي سيمي له دولتي ځواکونو نيولي دي، بدخشان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې طالبان يې په ډيرو سيمو واکمن دي، څه موده وړاندي د دغه ولايت يمګان ولسوالۍ هم په ټوليزه توګه د دولتي ځواکونو له لاسه ووتله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button