په ارمنستان کې د کودتا توطئه خنثی شؤه

د ارمنستان هیواد ملی امنیت پرون ماښام ناوخته خبر ورکړ چې یؤه ډله یې د کودتا په توطئه کې نیولي دي.

دغه ډله چې لوړ رتبه چارواکې هم پکې دي، د صلیبي وطن پرستانو په نامه یادیږي. د ارمنستان وبګاه خبري چینل د راپور پراساس د یاد هیواد ملی امنیت ځواکونو د صلیبي وطن پرستانو سازمان پر مرکزي دفتر او د غړو پر کورنو يې چاپې وهلي او یو شمېر وسلې، د مرمۍ ضد واسکټونه، مخابرې او نور معلوماتي اسناد یې ترلاسه کړي دي. همداراز ویل شؤي چې آلبرت بازیان د پایتخت ایروان مخکنۍ ښاروال او د پارلمان پخوانۍ وکیل هم د نیول شؤيو کسانو په لیست کې دی.

د ارمنستان او آذربایجان په ورستیو جګړو کې، ارمني ځواکونو ماته وخوړه او زیاتې سیمې یې له لاسه ورکړې چې اوس د یاد هیواد اوسېدونکې د لومړي وزیر پاشینیان له کړنو څخه ناراضه او لاریونونو یې وکړل. همداراز د تېرې اونۍ په پیل کې د آذربایجاني او ارمني قره باغ وسلوالو تر منځ یؤ ورځنۍ جګړه وشؤه چې د روسي سوله ساته ځواکونو په منځګړيتوب او د آذربایجاني ځواکونو په ګټه پایته ورسېده. د دې اوربند په نتیجه کې د قره باغ ارمني ځواکونو ومنله چې وسلې په تسلیمؤي او نور په له نظامي فعالیتونو لاس اخلي.

د تېرې اونۍ د جګړې او فیصلې وروسته د قره باغ  غره نیزې سیمې ارمني اوسېدونکې اکثریت غواړي چې ارمنستان ته ستانه شي او همداوس تر یو لک شل زره زیات ارمنیان خپل کورونه پرې ایښي او ارمنستان ته اوښتي دي.

د قره باغ سیمه د آذربایجان په خاوره کې دننه پرته ده او اکثره اوسېدونکې ارمنیان دي. یاده سیمه یواځې د یوه عمومي سړک له لاري د ارمنستان له هیواد سره نښتې ده چې دغه لار د آذربایجاني ځواکونو په لاس کې ده او زیاتره وخت پرې د تګ راتګ او د مالونو انتقال له ستونزو سره مل وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button