افغاني سرې میاشتې سرپرست جینیوا ته په سفر تللی

عزم(دوشنبه، تلې درېیمه، ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې د عمومي رياست سرپرست مولوي مطیع الحق خالص پرون یکشنبه د وږي پر دویمه جینوا ته په شپږ ورځني سفر تللی دی.
افغاني سرې میاشتې په خپل ټویټر کې لیکلي چې مشر یې د شپږو ورځو په موخه جینیوا ته تللی. سره میاشت د دې سفر په اړه وایي:((مولوي خالص به د دغه سفر په بهير کې د نړیوال غورځنګ د غړو هېوادونو د ملي ټولنو د مسئولینو په مشورتي غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د یو شمېر نورو هېوادونو د خیریه بنسټونو له مسئولینو سره ‏هم لیدنې ترسره کړي.))
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به په نړیواله کچه د بشري مرستو مالي بحران د ستونزو پر حل بحث وشي.
یاده کوو چې د افغاني سرې میاشتې رئیس له دې وړاندې د قطر په ګډون څو نورو هیوادونو ته هم د مرستو د جلب په موخه سفر کړی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button