د عدلیې سرپرست: په جوزجان کې مو اته زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځولې

عزم(دوشنبه، تلې درېیمه، ۱۴۰۲): د عدلیې وزارت سرپرست شیخ عبدالحکیم شرعي جوزجان ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې ویلي چې په دې ولایت کې یې ۸۰۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده. نوموړي وویل، چې د یو میلیون او ۸۲۰ زره جریبه نورې ځمکې ارزونه کوي او لیرې نه ده چې دا ځمکه به هم له عاصبانو بېرته واخلي.
شیخ شرعي ویل چې په تېرو شلو کلونو کې زورواکانو او غاصبانو زرګونه جریبه دولتي ځمکه په خپل نامه کړې وه او هېچا دا زړه نه کاوه چې د دوی په مخکې ودریږي.
د جوزجان یو شمېراوسېدونکو د اسلامي امارت له دې نیک اقدام څخه د مننې په څرګندولو سره د دغه کمیسیون له مسوولینو غواړي چې همدا ځمکې د یو څو پیسو د عوض په بدل کي د کښت په پار د دوی په ولکه کې ورکړي.
د هېواد د عدلیې وزارت سرپرست قومونو رنګارنګۍ ته په اشارې وویل چې ټول افغانان سره یو موټی دي او هېڅ افغان پر بل افغان لوړاوی نه لري.
ده له جوزجاني ولس سره ژمنه کړې چې پر ستونزو او غوښتنو یې فکر کوي او پایله به یې له ولایتي کمیسیون سره شریکه کړي.