د بهرنیو چارو وزیر د اتریش د ازادۍ ګوند له مخکښانو سره لیدلي دي

عزم(دوشنبه، تلې درېیمه، ۱۴۰۲): د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د اتریش هیواد د ازادۍ ګوند له مخکښو څېرو سره لیدلي دي.
متقي دوی ته هرکلی وایه او په خبره یې چې خوښ دی چې د اتریش د ازادۍ ګوند مخکښې څېرې افغانستان له نږدې ویني. وزیر متقي دوی ته ویلي چې تاسو به درک کړئ چې دا افغانستان له هغه متقاوت دی، کوم چې نړۍ ته په رسنیو کې انځوریږي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدارنګه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې او هلته د کونسلي چوپړونو په رامنځته کولو په تړاو هم له یادو ځوانانو سره خبرې اترې وکړې.
اتریشي مېلمنو ویل چې له ځیني افغانانو سره یې خبرې کړي او ترې جوتیږي چې افغانان په خپل هیواد کې خوښ او له اوسني حالته خوښ دي. دوی ویل چې هر څه معکوس ورته ښکاري. دوی د افغانستان وضعیت تر هغې ښه وباله چې په رسنیو کې ښودل کیږي.
د ازادۍ ګوند غړي یوهانس مایوس و چې داسې مرکزي دولت چې سرتاسري امنیت یې قایم کړی، خو بیاهم په رسمیت نه پېژندل کيږي. ده ویل: (( زه تاسف کوم، چې د افغانستان اوسنی مرکزي دولت چې په ټول افغانستان کې یې امنتیت ټینګ کړی او د څلورو جګړې یې پای ته رسولي؛ خو بیا هم په رسمیت نه پېژندل کيږي.))
دوی ژمنه کړې چې د افغانستان د اوسنی حالت ریښتینی انځور به له ځانونو سره اروپا ته لېږدوي او هلته به یې له چارواکو، اروپایي ولسونو او هلته له شته اروپایي اتحادیې سره شریکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button