واشنګټن پوسټ: امریکایان د بایډن له مشرۍ ناخوښ دي

د یوې نظرپوښتنې پر اساس د امریکا له نیمۍ څخه زیات وګړو ویلي چې د جوبایډن له راتګ څخه وروسته یې ژوند ډېر خراب شؤی دی.

یوه نظرپوښتنه چې د اي بي سي نیوز(ABC News) او واشنګټن پوسټ (Washington POST) له لوري په مشترکه توګه ترسره شوې ده، ۴۴ فیصده ګډون کوونکو ویلي چې د دوی په ژوند کې شته مادي سهولیات او خدمتونه د جوبایډن له راتګ وروسته کم شؤي او همداراز ۵۶ فیصدو بیا د بایډن د حکومت کړنې نه دې تایید کړي. همداراز ۷۴ فیصده ګډونوالو بیا ویلي چې جوبایډن د جمهوري ریاست لپاره مناسب شخص نه دی او راتلونکې نوماندۍ ته یې زوړ او له کاره لوېدلۍ بولي.

په داسې حال کښې چې راتلونکې ټول ټاکنو ته د دواړو ګوندونو څخه زیات شمېر نوماندان د سیالۍ لپاره تیارۍ نیسي، دا ډول نظر پوښتنه به د بایډن پر  دوهم ځلې انتخابېدو باندې مستقیمه اغیزه ولري. همداراز زیاتره جمهوري پلوه امریکایان اوس هم د ډونالډ ټرامپ پلویان دي او بیا کاندیدېدو غوښتونکې دي. وروستۍ یوه نظرسنجي چې شؤې وه، په هغه کې د ټرامپ پلویان اوس لس (۱۰) فیصده نور هم زیات شؤي دي. له بله پلؤه د هغه د محکمې لړۍ هم ځیني پوښتنې او ستونزې رامنځ ته کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button