د ووشو افغان ورزشکار قزاقی سیال مات کړی

عزم(دوشنبه، تلې درېیمه، ۱۴۰۲): د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي محمد خالد هوتک د اسیايي جام سیالیو په لړ کې خپل قزاقي سیال ته ماتې ورکړه.
د هېواد د ووشو دې لوبغاړي د چین په اسیايي سیالیو کې د ۷۰ کیلوګرامه وزن په پورته کولو سره خپل سیال مات کړ. ده د ۷۰ کیلوګرامه وزن لوبه وکړه چې له دریو رونډونو وروسته د خپل سیال په ماتولو توانېدلی.
همداشان تېره ورځ د افغانستان د رګبي لوبډله توانېدلې وه چې خپلې سیالې لوبډلې نیپال ته د ۰-۴۱ پّ توپیر ماتې ورکړي.
یاده کوو چې د اسیا جام سږنۍ سیالۍ د چین په هانګ چو کې ترسره کیږي چې نږدې د ۴۵ هیوادونو لوبغاړو پکې ګډون کړی. دا المپیلکي سیالۍ په ۴۰ ورزشي څانګو کې ترسره کیږي چې نږدې ۱۲ زره او پینځه سوه لوبغاړي پکې برخه لري.
دې لوبو ته له افغانستان څخه په ۱۸ بېلابېلو رشتو کې تر ۸۰ ډ ېر لوبغاړي تللي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button