وېشلی جي شل په کوم لوري روان دی؟

ثناء الله عمران
د بريکس تاريخي سرمشريزي وروسته چې تيره مياشت په سويلي افریقا کې ترسره شوه، تازه د جي شل هېوادونو سرمشريزه د سپټمبر له ۹ ـــ۱۰ د هند په پلازمېنه ډيلي کې ترسره شوه. هند د لومړي ځل له‌پاره د جي شل کوربه وه او د غونډې مشري يې کوله. دا غونډه داسي مهال جوړه شوه چې د امریکا په مشرۍ د غرب، روسيې او چين تر منځ سياليو په بېلا بېلو ډګرونو کې زور اخيستی. دې غونډي ته پر يو شمېر ناغړو هېوادونو برسيره ځیني نړيوال سازمانونه هم وربلل شوي وو. ټاکل شوې ده چې د جي شل راتلوونکې دوراني غونډې کوربه به برازيل وي.
جي شل څه ډول ډله ده؟
G20 (شل ډله) – د شلو سترو صنعتي هېوادونو یو کلب دی چې د نړیوالو اقتصادي او سیاسي موضوع‌ګانو په اړه خبرې اترې کوي. خو جي شل ډله په لومړیو کې د اقتصادي موضوع‌ګانو له‌پاره راغوښتل کېدل چې وروسته سياسي مسائل هم اجنډاء ته ورګډ شول، چې ښه بېلګه يې د اندونيزا د بالي ټاپو د ۲۰۲۲ کال غونډه وه. د بالي د غونډي په نهايي اعلاميه کې پر اوکراين د روسيې يرغل غندلو ته ځای ورکړل شوی وو خو د نوي ډيلي د غونډي په نهایي اعلاميه کې هماغه ډول کوم څه نه ليدل کېږي. حتی تر دې چې هند په سرمشريزه کې د زلنسکي ګډون ته اجازه ورنه کړل شوه.
د شلو سترو صنعتي هېوادونو دغه کلب کې د راټولو شویو ځواکونو تر منځ ټکرونه دغه ډله دکمزورۍ خواته بيايي، چې دغه ټکرونه د پخوا په پرتله اوس ډېر شوي. په یاده ډله کې يو شمېر هېوادونه د امريکا په مشرۍ د غرب، یو شمېر يې د چين او روسيې په محورونو چورلي او يوه ډله هېوادونه بیا دواړه پالي. نو په نړيواله صحنه کې دواړه اصلي محورونه د بېلا بېلو ستراتېژیو په تعقیب سره هڅه کوي خپل محور پياوړی کړي.خو د لويديځ ځان محوره او ابن الوقت سياستونه ډېری هېوادونه په دې باور کړي چې په پرتله‌ييز ډول خپلې ګټې د بریکس په محور کې خوندي کړي.
د جي شل هېوادونه د نړۍ د اقتصادي تولید ۸۵ سلنه او د نړۍ د سوداګرۍ ۷۵ سلنه برخه جوړوي. دوی د نړۍ د نفوس دوه پر درېیمه برخه حاکميت هم لري.د اروپايي او افريقايي ټولنو تر څنګ۱۹ ستر صنعتي هېوادونه يې غړیتوب لري. افريقايي ټولنه چې د افریقا د لویې وچي له ۵۵ هېوادونو څخه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، د نوي ډيلي په جي شل غونډه کې يې غړیتوب تر لاس کړ. دا د افريقايي ټولنې او افريقايي هېوادونو د اوو کلنو هڅو پايله ده او هم د نړيوال نظم له بدلون او د نړۍ د مخکښو ځواکونو له تحريک سره نه بېلېدونکي اړيکې لري. دا يوځای کېدنه د افریقا ورځ تر بلي ډېرېدونکي اهمیت په ګوته کوي. د نوموړي سازمان په منشور کې راغلي چې د افريقايي هېوادونو د ګډ دريځ او ګټو ساتنه او په نړيوالو چارو کې د افريقا د اغېزناک رول له‌پاره د زمينې برابرونه د افريقايي ټولنې مهمه دنده ده. یو مياشت وړاندي د بریکس په ۱۵ مه غونډه کې د شپږو نویو دعوت شویو غړو څخه دوه (مصر او ایتوپيا) يې د افريقا د لوی وچي څخه وو.
ولي جې شل ډله رامنځته شوه او اهمیت يې څه دئ؟
یاده ډله د ۱۹۹۰ لسيزي په وروستيو کې د آسیا له مالي بحران وروسته یعني هغه مهال چې آسيايي هېوادونه له ستر مالي بحران سره لاس او ګرېوان وه رامنځته شوه. دا د مالیې وزیرانو او چارواکيو له‌پاره د یو فورم په توګه ډیزاین شوې وه څو د اقتصادي ثبات بیارغولو په لارو چارو بحث وکړي. خو د ۲۰۰۸ کال له مالي کړکېچ وروسته د جي شل غړیو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د هېوادونو د مشرانو کلنۍ سرمشریزه به هم جوړوي.
د لومړۍ سرمشريزه غونډه په ٢٠٠٨ کال کې د نړيوال مالي بحران په ځواب کې د بین المللي همکارۍ د پياوړتيا په موخه جوړه شوه.
جې شل په دې وروستیو کلونو کې خپل تمرکز پراخ کړی، د اقلیمي بدلون او دوامداره انرژۍ په شان موضوعات يې ور شامل کړي.
هر کال په پړاويز بڼه د جي شل د غړیو هېوادونو څخه يو هېواد د راتلوونکي غونډي د تریب او اجنډا ټاکولو له‌پاره مسؤلیت په غاړه اخلي.
روسان او چینایان جي شل ډلې ته د داسي یو سازمان په حیث ګوري چې ګواکي د غرب په نوښت رامنځته او پراختیا يې موندلې یعني د هغوی نفوذ په کې زیات دی.
جې شل پر کومو موضوع‌ګانو سره ويشلی دی؟
پر جي شل يې چې ډېر اغېز غوړولی هغه د اوکراین جګړه ده.په نوي ډيلي کې د جي شل سرمشريزې له اعلاميې څخه ښکاري چې په هغې کې د ځینو موادو د ځای پر ځای کولو برخه کې امريکا پاتې راغلې ده. متحده ايالاتو او اروپايي ټولني په ټینګار سره ويل چې په جي شل کې د دوی له‌پاره تر ټوله مهمه موضوع د اوکراین جګړه ده خو چین او روسيې بیا ويل چې اوکراین د جي شل له‌پاره مهمه موضوع نه‌ده. نو پر جي شل د حاکمې فضاء څخه دا له ورايه درک کېږي چې د ختيځ او لويديځ تر منځ درز مخ په پراخېدو دې. د جي شل د تېر کال په اعلاميه کې ډېری غړیو د اوکراین جګړه په کلکه غندلي وه او په ټینګار سره يې ويلي وو چې دا جګړه به د لوی انساني کړاو لامل شي او په نړیوال اقتصاد کې به موجوده نازکتياوي لا پسې ډېري کړي.خو د جي شل غړو په سږنۍ ګډه اعلامیه کې ” بشري ربړې، پر اوکراین؛ نړیوال خوراکي او د انرژۍ امنیت باندې د جګړې ناوړه اغېز ” غندلی، پرته له دې چې پر روسیې مخامخ نیوکه وکړي. اعلامیې ته په غبرګون کې د اوکراین حکومت وويل چې “د سر لوړۍ له‌پاره يې هیڅ نه درلودل”
د ۲۰۲۳ په می مياشت کې سعودي عربستان او چين د توريزم(ګرځندوی) په اړه د جي شل غونډه بایکاټ کړه، د دې شلون لامل د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د غونډي جوړول وه؛ دا هغه متنازع فيه سيمه ده چې پاکستان او هند د هغې د مالکیت ادعا لري.
چین دې ته لېواله وو چې په اعلاميه کې د یوه کمر بند او یوې لاري پروژې ته انعکاس ورکړل شي خو هند يې ځکه مخالفت وکړ چې له يوې خوا د همدغه پروژې د يوې برخي په توګه د چين – پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پاکستان له لوري اداره کېدونکي کشمير له خاوري څخه تېريږي بل‌خوا هند يادي پروژې کې شامل نه‌دی.
همدارنګه د سرمشریزې څخه لږ وخت دمخه د هند او چین ترمنځ هغه مهال اړېکې لاترينګلې شوې چې بیجینګ یوه داسي نقشه خپره کړه چې په هغه کې د اروناچل پردیش ایالت او اکسای چین لوړي د چين بلل شوی وې.د ۲۰۲۰ په جون میاشت کې هم د دواړو هېوادونو ځواکونو تر منځ ګالوان دره کې خونړۍ نښتي رامنځته شوې.
دې سرمشریزي ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ نه‌وو ورغلي. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د روسي پلاوي او صدراعظم لي کيانګ د چين د پلاوي مشري کوله.دا په‌داسي حال کې ده چې پوتين او شي د بريکس د وروستۍ غونډي اصلي لوبغاړي وو. د روسيې او چین د رهبرانو دا تصميم چې د جې شل په غونډه کې به ګډون نه کوي د غونډی اهمیت ته صدمه رسوي، که څه هم د هغوی استازیو هلته حضور دلود.
په نړیوال جیوپاليټکس کې د کرېډورونو جګړه
په ۲۰۱۳ کال کې د چین د یوه کمر بند او یوې لارې د اعلان او په نوي ډيلي کې د جي شل سرمشريزي پر مهال د هند – منځني ختیځ – اروپا د دهلېز(IMEC) له اعلان وروسته د نړۍ په سوداګرۍ کې د سترې ونډې ترلاسه کولو له‌پاره د دهلیزونو جګړه زیاته شوې ده.
د سرمشریزي په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو، هندوستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، فرانسې،‌ جرمني، ايټاليا او اروپايي اتحادې له‌خوا د ریل پټلۍ او لویو لارو نوې شبکه اعلان شوه. دغه شبکه به د هند ــ منځني ختيځ ــ اروپا اقتصادي دهلېز په بڼه وي. دا دهلېز داسي ډيزاین شوی چې د سويلي آسيا، منځني ختيځ او اروپا ترمنځ تجارت ته به وده ورکړي. د دهلېز په اړه جوبايډن وويل “دا یوه لویه معامله ده، دا واقعاً یوه لویه معامله ده”. نوموړي زیاته کړه دا تړون به د پاکې انرژۍ، پاکې برېښنا، او د ټولنو سره د نښلولو له‌پاره د کیبل غځولو “نه ختمیدونکي فرصتونه” رامنځته کړي.
هندیان او غربیان دې تعامل ته د لوبي بدلوونکي په سترګه ګوري. دا یو په زړه پوري نوښت او د چین د یوې لارې او یوه کمربند پروړاندې یو ښه بديل بولي. د امریکا او اروپا چارواکي چې د دې اعلان پر مهال حاضر وو، دا یوه تاریخي او لوبه بدلونکې معامله وبلله. دوی وویل چې دا به د هند او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ وخت ۴۰ سلنه را کم کړي.
د یاد دهلېز د پرمختګ په صورت کې به د دوبی اهمیت نور هم لوړ شی او په بین المللي تجارت کې، د ثقل مرکزیت به يې لا وده وکړي.
د دغه دهلېز د اعلان څخه داسي انګېرنه هم کېږي چې ګواکي د چین بین المللي پروژې یعني يوې لار او یو کمربند(BRI) په مقابل کې رامنځته شوی دی. د (BRI) لویه پروژه په ۲۰۱۳ کال کې د آسيا، افريقا او اروپا د نښلون په موخه اعلان شوه. همدا ډول د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د همدغه یوې لارې او یو کمربند د یوې برخې په توګه چې تر ګوادر پوري غځېږي هم د اغېزې خلاصه نه وي.
د یوې لار او یو کمبر بند د برياليتوب راز په دې کې دی چې لس کاله وړاندي پرانيستل شوی، چنایان په دې برخه کې د چا سره مشورې ته اړتیا نه‌لري، په خپل لګښت او تصميم مخته روان دي، نو ځکه يې تطبیق د نورو کورېډرو په پرتله هوسا دی. خو د هند – منځني ختیځ – اروپا په دهلېز(IMEC) کې د ګڼو شریکانو شتون به د دهليز د پراختیا او سرعت پر چارو د پام وړ اغېز ولري.
د هند ــ منځني ختيځ ــ اروپا د اقتصادي دهلېز وده د عربي خليج د ډېری هېوادونو پخوانۍ هيله ده. د دې دهلېز په پراختیا سره نه یوازي دا چې د هرمز ستراتيژيکي ابنا څنډي ته کېږي بلکي د شمال – سويل پر هغه اقتصادي دهلېز چې په ۲۰۲۰ کال کې د روسې، هند او ایران له لوري رامنځته شوی وو منفي اغېز ولري. دغه نوي ترانزيټي کورېډور به د ایران له‌پاره تر يوې کچې جیوپوليټکه او جيوستراتېژيکه فضاء را تنګه کړي.
خو تازه د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین څرګنده کړې؛ هېواد یې چمتو دی چې افغانستان او جنوبي آسیا ته د ترانسپورتي لارو په ګډون د اور‌آسیا ترانسپورتي لارې پراخې کړي. نوموړي ويلي چې د شمال-جنوب د نړیوال دهلېز پراختیا پر لور راتلوونکيو ګامونه ته لومړیتوب ورکوي.چې دا به د چابهار بندر باندې مثبت اغېز ولري.
د (IMEC) پروژې په تطبيق کولو سره د امریکا متحده ایالات هڅه کوي له يوخوا په منځني ختيځ کې خپل نفوذ وساتي او له بلي خوا د چین، ایران او ترکې د نفوذ مخه ډب کړي.
د همدې جي شل غونډي په څنډو کې د ترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان (IMEC) ته په غبرګون کې ويلي چې د عربستان، اماراتو او اعراق سره د یوه لوی تجارتي کوريډور( نړيوال تجارتي شارګ) چې څلور هېوادونه د عراق په سويل کې د بصرې له لارې یو له بل سره نښلوي رامنځته کولو په هڅه کې دي.نوموړي په همدغه غونډه کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال د (IMEC) اقتصادي دهلېز سره خپل مخالفت څرګند کړ، د مخالفت لاما يې دا دی چې ولي ترکیه په دې دهلېز کې بای پاس کړل شوې ده.
د جې شل د پخوانیو غونډو لاسته راوړنې څه وې؟
د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو په سرمشریزه کې د مالي بحران بهير پر مهال، د هېوادونو مشرانو د نړیوال اقتصادي سیسټم ژغورلو له‌پاره پر یو لړ موضوع‌ګانو هوکړه وکړه.
خو ځینې نیوکه کوونکي بیا استدلال کوي چې د نړۍ سیالو قدرتونو تر منځ کړکېچونه، خپلو ژمنو او اصولوته د ژمن نه پاته کېدلو له امله ورستنۍ غونډې يې لږ رغنده وې.
خو د مشرانو تر منځ بیا ډیری وختونه یو په یو ناستې رغنده ثابتې شوي. د بېلګي په توګه، د اوساکا د ۲۰۱۹ کال په سرمشریزه کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ موافقه وکړه چې د يوې لویې سوداګریزي شخړې د حل له‌پاره به خبرې اترې بیا پیل کړي.
د نړیوالو اړېکو د پخواني نظام انحطاط
د غرب تر پراخ نفوذ لاندې شله ډله د نړۍ په جیوپوليټک کې د روان بدلون له امله د نویو ننګونو سره مخ ده. د غرب مخالف بلاک غړي تر ډېره په دې عقيده دي چې هغه پخواني بین المللي بنسټونه چې د غرب په لور يې تمايل ډېر دی، په تدريجي ډول منزوي او د نفوذ ساحه يې را کمه کړل شي. تر دویمي نړيوالي جګړې وروسته خورا ډېر بین المللي سازمانونه رامنځته شول چې د ډېری مقرونه(مرکزي دفترونه) په غرب کې شتون لري.
هرکال غرب تر پخوا ډېر مشهور بين المللي بنسټونه کاواکه کوي. د بین الملي اړېکو يو شمېر مبصرين هم په دې باور دي چې د جې شل وضعیت او همیت په وروستيو کلونو کې لږ شوی دی. د غرب له لوري جې شل ته ورته د یو شمېر مهمو څواړخيزو ډيپلوماټيک بنسټونو څخه وسيلوي استفاده د هغوی د ضعف لامل شوی دی. نو پر همدې بنسټ هغه بین المللي سازمانونه چې تازه د ودي په حال کې دي په هغه کې د غرب استازولي شتون نه‌لري، لکه بريکس او شانګهای (SCO) سازمانونه. ظاهراً دغه بهیر د شانګهای سازمان او بریکس په سږنۍ سرمشريزو کي وليدل شوه، دواړه څو اړخيز بنسټونه په چټکۍ سره د ودي په حال کي دي او په نړيواله صحنه کې يې جیوپوليټک وزن د ډېرېدو په درشل کې دی. نو له همدې امله ویلی شو چې د نړۍ د اصلي لوبغاړو تر منځ سيالي او د غرب د بدنامه استکبار دوام به په راتلوونکې لسيزه کې د جي شل تانګ نور هم ور سوست کړي چې د رقابت پر ځای همکاري تبليغوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button