کانونو او پټرولیم وزارت د پینجشیر د زمردو د اېستنې او پلور خبر ورکوي

عزم(دوشنبه، تلې درېیمه، ۱۴۰۲):د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت خبر کړی، چې د پنجشیر ولایت څه باندې ۱،۲۴ کیلوګرامه زمرد د ۱۳۱۴۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپل ټویټر کې لیکلي چې دا زمرد یې د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي. وزارت وړاندې لیکي: د پنجشیر ولایت د زمردو د پلور د داوطلبي چارې د پنجشیر والي مرستیال ښاغلي روح الله، استخباراتو رئیس، امنیه قومندان، سیمه ییزو چارواکو، مخورو او د داوطلبۍ شرکتونو په شتون کې په رڼه توګه ترسره شو.
یاد وزارت ویلي چې دا زمرد یې د هغو بڼو او شفافیت ته په کتو پلورلي دي. ښاغلی زبیر د ۲۵۰۰ امریکایي ډالرو، محمد نزیر د ۲۱۸۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د دې داوطلبۍ ګډونکي اعلان شوي. یاده دې شي چې دا پیسې به ملي بودیجې ته ځي او د هیواد د بیارغونې په لویو پروژو به مصرفیږی. په تېرو وختونو کې د پنجشیر زمرد په لویه کچه د څو زورواکو په مټ اېستل کېدل او بیا به د فرانسې په ښارونو کې لیلامېدل.
داسې ویل کیږي چې دا زمرد شل کاله وړاندې د پنجشیر پخواني قومندان احمدشاه مسعود قاچاقول چې د تېرې ادارې په وخت کې یې دا کاروبار زوی ته ورپاتې و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button