د باګرام زندان خاطرې / دریمه برخه

قاري صدام بهیر
په چپ لاس یې زما د زنې ږيره په لاس ونيوله ما نه پېژنې!؟ د سر په ښورولو مې د نه ځواب ورکړ، په مخ مې د درندې څپېړې ګزار وشو کریم ته یې نارې کړې ویل یې دا بوځه سبا زه ځان ور پېژنم کريم راغی خلته یې په سر را کش کړه د بایسکيل له لږ مزل وروسته یې بېرته هماغه اطاق ته راوړم ،کوم چې د زړه راز به دې صرف د بلوکو (خښتو) دېوالونو ته وایه، یواځې کېناستم جای نماز مې را واخيست قضا شوی ماسپښین لمونځ مې وکړو خدای ته مې لاسونه لپه کړل او له سترګو مې اوښکې راغلې د بې وسۍ اخري حد ؤ، له دعا وروسته مې په مقدس کتاب (قران عظیم الشان) سترګې ولګېدې، چې تر ما هم مظلوم دی، د اوبو د ګیلاس د پاسه ایښی او نیم متر له کموډ څخه ټیت ایښودل شوی. دوی یې نو څه پروا لرله، په همدې بګرام کې بهرنيانو قران شریف وسوځوۀ او داخلیانو ورته کتل د قران شریف له وجې خوب نه راتلو ځکه پښې ترې او چتېدلې مجبور وې ،چې د بالښت په سر به دې اېښوده له لږ سوچ وروسته مې د جاینماز له یوې څنډې تارونه وشکول او قران شریف مې د دروازې له یو طرف سره را ځوړند کړو، چې کله به قضای حاجت ته کېناستو، سخت به نا ارامه وو، مخامخ به راته قران شریف ایښی ؤ او له پاسه کېمره اېښودل شوې وه. په باطن کې له قران شریف شرمېدلو او په ظاهر کې له غولېدلو عسکرو، چې کیمره کې به یې لایف لېدلو. خو مجبوري وه، څه مو نه شول کولی.
ټوله شپه به مو سترګې پاس دوو ګروپونو ته ختلې وې، شپه ورځ نه وه معلومه.
د ماسخوتن له لمانځه وروسته مې سترګې سره ورغلې وې، دا دوه شپې مې سم خوب نه ؤ کړی، له موږ لږ لرې د غټو اطاقو زندان و، بندیانو اذان وکړ د سهار لمانځه وخت و، له لمانځه وروسته یې چای په یوبار مصرف ګیلاس کې راوړو، خو دوی فکر کوم دا یوه میاشت په همدې ګیلاسونو کې چای راووړ، ډیر نری شوی و، په دواړو لاسونو باندې به دې ګېلاس نيوه، په یو لاس نه نيول کېده، که دې نېولی وای شکېده. چای سوړ و یوه جوش کړې هګۍ هم ورسره وه، چې بیخي له ستونې نه ښکته کېدله.
له چای وروسته د معمول په څېر عسکر راغی او یو ځل بیا یې د انسانیت دښمنانو ته وروستم چې دا ځل یې هر څه تیار ایښی وو، د وهلو هره آله یې را وړې وه دا ځل نو په نوبت نوبت هر څارنوال خپل حرکت تللو. یو څارنوالانو کې د ډاکتر په نوم مشهور و، هغه خو بیخي کورتۍ (جمپر) وایستله او ویل یې، نن مې تمرین هم ونه کړی یعنې زه ورته د بوکس خلته ښکارېدم. له بیا ځل فشارونو او سختو سزاوو وروسته یو دم امریکایي عسکر راغی او ډېر سخت یې ورټل او ورته ویې ویل ،چې دا رقم تحقیق موږ ته د منلو نه دی. ټول څارنوالان ووتل، یواځې یو امریکایی او یو ترجمان پاتې شول، زما په حال یې سر وښوروۀ او بیرته یې څارنوالان را وغوښتل د هماغو په لاسو یې زما له پښو زولنې لرې کړې، چې دا د دوی لپاره ډېر غټ شرم و، وروسته یې زما لپاره چاکلیټ او چای را وغوښتل، لاس او مخ مې لږ وينې شوي وو، هغه زخمونه یې هم تداوي کړل او څارنوالانو ته یې د نه وهلو سپارښتنې وکړې. اوس نو زه حیران شوم، چې مسلمان او کافر او په دومره غټه سویه توپیر! امریکایي ووت، له دې سره بیا ټول راغلل ویل یې نن دې همدومره بس ده او د سبا لپاره دې تیاری نيسه او که موتر بم وشو( کوم چې دوی په موږ ادعا لرله) بیا به دې ټوله کورنۍ راولو. له ښکنځلو سره یې څه نورې بې عزته خبرې هم وکړې، چې زما په خوله نه راځي او نه مې ګوتې اجازه راکوي چې د هغوی هغه بې عزته خبرې درته وليکم.
عسکر راغی او زه یې بېرته هغه دوه متره قبر شکله اطاق ته بوتلم.
نور بیا …