ولې ګاونډيان د قوشتیپې کانال له جوړیدو وېره لري؟

ګلاب الدین خپلواک

د قوشتیپې کانال د افغانستان له هغو لویو کانالونو څخه بلل کیږي، چي د بلخ ولایت د کلداري ولسوالۍ کې د امو له سیند څخه پیلیږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ کي ختمیږي. د یاد کانال اوږدوالی 285 کیلو متره، بر يې 108متره او ژوروالی یې 8/5 متره دی.

د قوشتیپې کانال په هره ثانیه کي د 650 متر مکعب اوبو د انتقالولو ظرفیت لري، چي 550 زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

په تاریخي لحاظ د قوشتیپې کانال پروژه د سردار محمد داود خان په حاکمیت کې طرح شوه، خو له بده مرغه د څلورو لسیزو خونړیو یرغلونو او جګړو له امله تطبیق نه شوه.

د اقتصادي کار پوهانو له نظره، د قوشتپې کانال پروژه به د افغانستان په بسیاینه او خودکفایي کي، په ځانګړي ډول د شمال ولایتونو بسیاینه کي په اقتصادي او زراعتي لحاظ ځانګړی رول ولوبوي. د یادې پروژې په تطبیق سره به افغانستان د غنمو په برخه کې مکمل پر ځان بسیا شي، بلکې ګاونډیو او نورو هیوادونو ته به صادرات هم ولري.

اساسي سوال دا دی چي ولي ګاونډي هیوادونه د قوشتیپې کانال له جوړیدو څخه ویریږي؟

د دي سوال لپاره کیدای شي څو ځوابونه ولرو:

لومړی: د قوشتیپي کانال په جوړیدو او تطبیق سره به د آمو دریا ښکتني هیوادونه، له هغو پنځلس سلنه اوبو محروم شي، چي د افغانستان حق و، خو تر اوسه دوی ترې استفاده کوله. چې دا کار به د یادو هیوادونو په اقتصادي، خصوصاً زراعتي څانګه کي کموالی راولي.

دویم: د قوشتیپې کانال په جوړیدو سره به افغانستان د غنمو او نورو زراعتي حاصلاتو په برخه کې پر ځان بسیا شي او نور به د منځنۍ آسیا هیوادونو څخه غنم او اوړه نه اخلي. چې دا خپله یوه اقتصادي ضربه ده او دوی به د خپلو زراعتي حاصلاتو یو دایمي اخیستونکی له لاسه ورکړي.

دریم: افغانستان یو زراعتي هیواد دی او داسي حاصلخیزه ځمکې لري، چي که په سمه توګه وکارول شي، نو علاوه پر دي چي خپله افغانستان به په اقتصادي او زراعتي لحاظ بسیا شي، بلکې د یو صادراتی هیواد په توګه هم را ټوکیدلای شي. د یو صادراتي زراعتي هیواد په توګه د افغانستان راټوکیدل د منځنۍ آسیا هغو هیوادونو ته د منلو نه دي، چي په سیمه کي د غنمو، اوړو او نورو زراعتي حاصلاتو مهم صادرونکي دي، ځکه د دوی د زراعتي حاصلاتو بازار کي به اختلال او کموالی را منځ ته شي.

څلورم: افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا تر منځ د څلورلاري حیثیت لري، نو ځکه ګاونډي هیوادونه ویره لري چط که د قوشتپی اونورو کانالونو په جوړیدو سره افغانستان د زراعتي حاصلاتو یو صادراتي هیواد شي، نو یاد هیوادونه به په جنوبي آسیا کې د خپلو زراعتي حاصلاتو دایمي مشتریان په دایمي توګه له لاسه ور کړي، ځکه هر هیواد هڅه کوي چی له هغه هیواد څخه واردات وکړي، چي د مساحت له لحاظه ورته نژدي  او له ترانزیټي لحاظه ورته ارزانه تمام شي، نو د افغانستان په بسیا کیدلو کي به حتماً د جنوبي آسیا هیوادونه د منځنۍ آسیا هیوادونو پرځای، افغانستان غوره کوي چې په دې کار سره به د منځنۍ آسیا هیوادونه خپل مشتریان له لاسه ور کړي او د زراعتي حاصلاتو عایداتي سرچینې به یې کمزورې شي.

د پورتنیو عوامل پر اساس کیدای شی یاد هیوادونه د قوشتیپی کانال د جوړیدو په خاطر یو لړ انګیرنې ولري، خو ښه به دا وي چې یاد هیوادونه د صبر، زغم او حوصلې څخه کار واخلي او خپل ځانونه دي خپله قاضي کړي، چي تر دې دمه د امو له دریا څخه د افغانستان له حق څخه دوی ګټه اخیسته او افغانانو هیڅکله هم ادعاء ونه کړه چي زموږ حق څخه تاسي ګټه اخیستي وه، خو نن چې افغانستان خبل مالک وموند او غواړي خپل هیواد له نړۍ سره سیال کړي، تاسي ولي له مختلفو لارو خپلې منفي انګیرنې څرګندوئ!؟

خو په دې یوه خبره باید ټول پوهیدلي یاست، چې د افغانستان اسلامي امارت مشران هیڅکله هم د بل چا په تاوان کي خپله ګټه نه لټوي او اسلامي امارت به د قوشتیپې کانال څخه یوازې د افغانستان خپل حق 15سلنه اوبه راګرځوي او د خپل وطن او هیواد د وچو دښتو او ځمکو په خړوبولو کي به ترې ګټه اخلي، چی دا کار او د قوشتیپی کانال څخه خپل د حق اندازه اوبو ګته اخیستل د ټولو نړیوالو نورمونو او قوانینو مطابق عمل دی، نو څرنګه چې د اسلامي امارت مسولینو منلې چې خپل د حق په اندازه به د آمو دریا څخه د قوشتیپې کانال په واسطه ګټه اخلي، نو دا د منفي انګیرنو ځای نه دی، بلکې دا دافغانستان د خلکو مسلم حق دی.

کابل افغانستان

25سپتامبر 2023

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!