د محمد بن قاسم( رحمه الله) اعدامېدل

د محمد بن قاسم( رحمه الله) اعدامېدل

ستر فاتح محمد بن قاسم رحمه الله هغه ځؤان و چې په ۱۷ کلنۍ کې د سند فتح کولو لپاره وټاکل شو، سند یې فتح کړ او ډېرو سیمو ته یې د اسلام رڼا ورسؤله، ولې له بده مرغه مکافات او انعام یې دا شو، چې د خپل عمر په ۲۳ کلنۍ کې د سلیمان بن عبدالملک په امر له شکنجو او تعذیبونو لاندې یې خپل روح الله جل جلاله ته وسپارله.

محمد بن قاسم یو خورا ستر پوه پوځي  اتل و، چې د ۹۶ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۱ مه چې د ۷۱۵ز کال د جولای له ۱۸مې سره سمون خوري، په شهادت ورسؤل شو.

زوکړه او ماشومتوب:

هغه د حجاز په طائف کې په (۷۲ هـ ق) چې له  (۶۹۲) کال سره سمون خوري زېږېدلی دی، پلار یې قاسم ثقفي نومېده چې د مشهور والي حجاج بن یوسف ثقفي د تره زوی و، حجاج هغه کس و چې اموي دولت یې غښتلی او پياوړی کړ. نوموړي خپل یؤ نژدې خپلوان قاسم ثففي د بصرې حاکم وټاکه، د ده زوی محمد بن قاسم رحمه الله د امیرانو او قوماندانو ترمنځ لوی شو، پلار یې حاکم و او دپلار تربور یې والي و. نور امیران او قوماندانان هم د والي له کورنۍ بنو ثقیف څخه وو، نو ځکه یې د محمد بن قاسم پر شخصیت ستر اغېز کړی و.

عسکرۍ ته داخلېدل:

په  (۸۶ هـ ق) کال چې د (۷۰۵ز) سره سمون خوري، حجاج بن یوسف د خپلې پلازمېنې (واسط) ودانؤل بشپړ کړ. نو د بنو ثقیف قبیلې ډېر ځوانان یې راجلب کړل، څو هغوی د حکومتي چارو زده کړې وکړي او په راتلونکې کې د اموي خلافت قوماندانان شي او د یاد  خلافت د خلیفه ګانو د څنګ افراد وي. د دې کسانو په منځ کې محمد بن قاسم (رحمه الله) هم و چې هغه مهال یې عمر ۱۳ کاله و. په کوم ښار کې چې د ده پلار حاکم و، ده هلته ډېرې نظامي زده کړې او تدریبات وکړل، نور تعلیم یې هم جاري وساته، تر دې چې له سترو قوماندانانو څخه وشمېرل شو، حال دا چې عمر یې ایله (۱۷) کاله و.

د سند فتح کولو له پاره د هغه هڅې:

حجاج د سند فتح کؤلو له پاره یو په بل پسې سند ته لښکرې لېږلې وې، خو په دې کار کې نوموړی نه و بریالی شوی. لومړی لښکر یې د عبدالله بن نهبان تر قوماندې لاندې استولی و، خو هغه ناکام او وؤژل شو. بیا حجاج بل لښکر د بدیل بن طهفه تر قیادت لاندې سوق کړ، نو هغه هم مات او وؤژل شو.

د هند فتح کولو لپاره د محمد بن قاسم ټاکل:

حجاج چې مخکې کومې لښکرې استولې وې، د هغوی له ماتې وروسته یې دريم لښکر چمتو کړ چې شمېر یې شل زره مجاهدینو ته رسېده او د دې د قیادت او مشرتابه لپاره یې محمد بن قاسم رحمه الله غوره کړ. ځکه یې قوماندان او آمر وټاکه چې په هغه کې کلک هوډ او اتلولي وه او بل دا چې د حجاج نژدې خپلوان و او دا خپلوي هغه مهال لا زیاته شؤه چې د حجاج خور زینب محمد بن قاسم رحمه الله په نکاح کړه.

د سند ښارونه فتحه کؤل:

په (۹۰ ھ ق)  د (۷۰۹ز) مطابق محمد بن قاسم رحمه الله سند ته ورسېد، ده د خندقونو په کېندلو او د لویو لویو منجنیقونو په نصبؤلو ( ودرولو ) او په هغو کې د غټو غټو تېږو په ګوزارؤلو کې خورا زیات مهارت درلود، همداراز د عسکري چارو په قیادت او د جګړو په اداره کولو کې الله جل جلاله خورا غوره پوهه ورکړې وه، سره له دې چې عمر یې کم و. نو د پنجپور ښار ته وخوځېده، ولې د هغه هستوګن یې په داسې حال کې وموندل چې د دوی (مسلمانانو) لپاره راغونډ شوي وو، نو په میاشتو میاشتو ورسره وجنګېده، څو د هغوی ښار یې فتح کړ. بیا مخ په وړاندې روان شو، څو د ارمائیل ښار ته ورسېد، د هغه ښار له ساتونکو سره څو ورځې وجنګېدل او یاد ښار یې ونیوی. بیا یې د اوږده وخت لپاره جګړې ودرؤلې، څو د ځان او خپل لښکر لپاره قرارګاه او مرکزونه ودان کړي، ځکه (الله جل جلاله دې نه کوي)، که لښکر له ماتې سره مخ شي، نو د سند په داخل کې به د امن او امان لپاره یؤځای ولري او د ده له لښکرو سره به مرسته هم شونې وي.

په  (۹۳هـ ق کال) چې له ( ۷۱۲ز) سره برابریږي، دیبل (اوسنۍ کراچۍ) ته وخوځېده، د حجاج له سپارښتنې سره سم یې د خندقونو په وېستلو شروع وکړه، منجنیقونه یې نصب  او بیرغونه یې هسک کړل، یاد ښار یې کلابند او د غټو غټو تیږو  ګوزارونه يې پرې پيل کړل، تر دې چې د پاچا راجه داهر زوی له ښاره راوؤت، او بهر یېجګړه یې ونښلؤله، ولې سخته ماته یې وخوړه او بېرته ښار ته ستون شو.  د دیبل ښار په منځ کې یو لوی بُت ولاړ و، چې د محمد بن قاسم (رحمه الله)  لښکرو ته هغه ښکارېده، نو محمد بن قاسم(رحمه الله)  د لښکر امیر جعونه بن عقبه سُلمي ته وویل: که د بُت سر دې وویشت او مات شو، تا ته لس زره درهمه درکؤم، همداسې وشول او د کلا دفاع کؤونکو خپل معنویات  له لاسه ورکړل، ماتې پرې ګډه او عمومي حمله پيل شؤه، نو ښار سقوط او د مسلمانانو لاس ته ورغی. له دې وروسته نېرون فتح شو، بیا سربېدس، سهبان، سدوستان او سیویس فتح شؤل.

له دې فتوحاتو پس د( ۹۳ هـ ق) د رمضان په شپږمه چې د  (۷۱۲ز) د جون په(۱۶)، د (راور) زورؤره جګړه ونښته او د رمضان په (۱۰مه) پای ته ورسېده او د سند واکمن راجه داهر قتل شو، کله چې نومؤړی له خپل فیله په نهر کې وغورځېد، نو قشعم بن ثعلبه ورغی او په توره یې وؤاژه. (الحمدلله)! په دې سره مسلمانانو ستره بریا ترلاسه کړه او د (راور) کلا فتح شؤه.

د محمد بن قاسم رحمه الله د لښکر پر وړاندې د سند ښارونه یؤ په بل پسې فتحه کېدل، نو بهرور او دهلیله فتح شؤل، ورپسې د ( ۷۱۳ز) اکتوبر کې “برهمن اباد” هم تر شپږو میاشتو کلابندۍ وروسته فتح شو. بیا د فتوحاتو لمن وغځېده، څو  د محمد بن قاسم لښکرې ملتان ته ورسېدلې. بیا یې د هند د یؤه لوی ریاست (قنوج) لپاره کړنلاره جوړه کړه، خو فتوحات یې ودرؤل؛ ځکه چې په[ ۹۵ هـ ق/۷۱۳ز]ده ته د حجاج بن یوسف د مرګ خبر راغی . د حجاج بن یوسف وروستۍ وینا دا وه، چې هغه د سند په بریاوو خوښي څرګندؤي: زمونږ غوسه سړه شؤه، غچ مو واخیست، میلیونونه درهم په لاس راغلل او د راجه داهر سر غوڅ شو!

محمد بن قاسم(رحمه الله)  بېرته سوبو ته مخه کړه، بېلمان او سرشت ته یې لښکرونه واستؤل او دغه ښارونه یې په سوله ونیؤل. بیا یې چالوکیا ریاست او کیرج ته پوځونه وخوځؤل، د یاد ښارونو حاکم (دوهر) د ده مخې ته راووت، خو محمد بن قاسم(رحمه الله) پرې بریالی شو او نوموړی یې وواژه. بیا ده ته فرمان راغی چې خپل فتوحات ودرؤه ځکه په (۹۶ هـ ق) ( ۷۱۵ز) کې خلیفه ولید بن عبدالملک وفات شؤی و.

د هغه شهیدؤل:

له ولید بن عبدالملک څخه وروسته یې ورور سلیمان بن عبدالملک خلیفه شو، نوي خلیفهسلیمان داسې کړنلاره جوړه کړه چې د حجاج خپلوان او نژدې ملګري باید تعذیب او شکنجه شي. دا ځکه چې ده له حجاج سره حسد او کینه درلوده. حجاج له ولیده وغوښتل چې سلیمان له وليعهدۍ څخه خلع (لرې) کړي. همداراز سلیمان بن عبدالملک د بنو ثقیف له قوماندانانو څخه د اُموي خلافت لپاره د ګواښ او خطر احساس کاوه.

د سلیمان بن عبدالملک ډېره غوسه محمد بن قاسم رحمه الله)  ته راتله؛ ځکه هغه د حجاج د تربره (قاسم) زوی و. او هر چا دا اټکل کؤلو چې هغه د حجاج وارث جوړېدونکی دی، نو سلیمان محمد بن قاسم(رحمه الله)  ته امر وکړ چې عراق ته ځان راورسؤي، نوموړی سمدستي روان شو؛ خو کله چې عراق ته ورسېد، پر ځای د دې چې تقدیر او وستایل شي. ونیول شو، په ځنځیرو او زولنو ټينګ وتړل شو او د واسط بندیخانې ته ولېږل شو، په بندیخانه کې په مختلفو ډؤلونو شکنجه او تعذیب کړل شو، چې باالاخره د ډېرو کړاوونو او ربړؤنو وروسته اتل فاتح د (۲۳) کلونو په عمر د( ۹۶ هـ ق) کال د ذوالقعدې په (۱۱مه) چې له( ۷۱۵/۷/۱۸ز)  سره برابره ده، شهید کړل شو.

روح دې ښاد او یاد دې تل وي!

یادونه: سلیمان نور قوماندانان هم ډېر وځورؤل، لکه طارق بن زیاد، موسی بن نصیر او نور..

لیکنه: محمد علي [عظمت]

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button