امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ نن (دوشنبه، د تلې ۳مه) روسیې ته روان شو.
بهرنيو چارو وزارت پر ایکس ټولینیزې پاڼې لیکلي چې په دې ناسته کې به پر بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وشي.
ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د نړيوالو غونډو په دوام د روسیې په کوربتوب، په کازان ښار کې د مسکو فارمټ مشورتي ناسته جوړه شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تېره اونۍ یوې خبري غونډې ته په وینا کې د مسکو فارمټ د اجنډا په تړاو وویل چې د دغې غونډې ګډونوال به د افغانستان د اوسني وضعیت، د افغانانو تر منځ د خبرو اترو، له کلونو جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې او د سیمې هېوادونو د امنیت تظمین په اړه خبرې وکړي.
اسلامي امارت ویلي و چې د مسکو فارمټ غونډه کې به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي امارت په استازیتوب ګډون وکړي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې هره نړیواله غونډه چې د افغانستان په ګټه وي، هرکلی یې کوي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د غونډې په پای کې به ګډون کوونکي هېوادونه یو ګډ پرېکړه لیک هم صادر کړي.