بې ځایه ادعا// د محمد محق له( سکولریزم څخه د بې ځایه ډار) د لیکنې ځواب

محمد عمر عمري
ژباړه او شرحه: خالد روښان
محمد محق د افغانستان نامتو سکولر داعي دی. دی په تېر کې د دولت په چارو کې د دیني پوه په توګه منل شوی و. اوس یې د سکولرزم په اړه یې تازه لیکنه کړې.
دی هغه دینپالان چې د سکولرزم په بډ کې دي، په درواغ ویلو تورنوي.
راځئ لومړی وګورو چې دینپال وګړي درواغژن دي او که سکولران؟
دی د لیکنې په لومړي سر کې لیکي: (( سکولرزم نه د خداینهمننې په مانا دی، نه اسلام سره د جګړې په مانا او نه هم د نورو دینونو سره د ضد په مانا.))
ښاغلی محق چې لیکوال او څېړونکی دی، لیري نه ده چې دی دې د سکولرزم په آره مانا پوه نه وي. نو دی ولې حقیقت نه وایي؟ ولې وایي چې سکولرزم د له دین سره د ضد په مانا نه دی؟ ولې وایي چې سکورلرزم له اسلام سره د ضد په مانا نه دی؟
دا چې له مخې یې ټول دینداران په دروغ ویلو تورن کړي، نو دی دې هم لږ له صداقت کار واخلي او د سکورلرزم اصلي مانا دې ووایي:
راځئ چې د سکورلزم د اصلي مانا په لټه د نړۍ بېلابېلو سیندونو(قاموسونو) ته مخه کړو. وبه ګورو چې هغوی د سکولرزم مانا څنګه راپېژندلې.
• د دونیا روح، مادې/شتمني ته لېوالتیا او په ځانګړي ډول داسې نظام چې له سره تر پښو له ټولو بڼو سره د دین او شریعت سره بډ/ضد وي.
د اکسفورډ قاموس وایي:
• پر دې ویسا/باور چې دین په دونیوي او ټولنیزو چارو کې هېڅ نقش نه لري.
• سکولر یعنې دونیایي او مادي ژوند، له دین او ګروهي تش؛ لکه بې دینه دولت، یا د حکومتولۍ بې دینه موډل( دا مانا یې د کمونېزم زړو تعریفو ته ورګرځي. هغوی ته به هم مادهپال/ مټرلیسټان ویل کېدل. مټر په انګریزي کې مادې ته وایي.)
• داسې نظام چې په اخلاقو او روزنه کې د دین رول نه مني.
یاده کوو چې د بریتانیکا دایرة المعارف یې له الحاد سره په څنګ کې راوړي او بیا الحاد په دوو بڼو وېشي: عملي او تیوریک/نظري الحاد.
او دا یعنې:
لومړی؛ سکولرزم له هغو کفري مذهبونو څځه دی چې هڅه یې د دین له اغېزې د دونیا خلاصول دي. سکولرزم داسې مذهب دی چې هڅه کوي له دین څځه د دونیا هر ډول معاملې: سیاست، اقتصاد، ټولنه، اخلاق او قانون جلا او له دین له امر او نهي یې لیرې کړي.
دویم؛ سکولرزم له علم سره اړیکه نه لري. د دې اپوټه دوی خلک غولوي چې ګوندې سکولرزم په تجربي علومو ولاړ دی. د داسې خلکو دروغ او رښتیا په هغه څه مالومیږي چې دوی یې وړاندې کوي. نو که څو ک د سکولرزم د تعبیر پر وړاندې د لادینیت او یا بې دینۍ کلمه وکاروي، نو دا یې دقیقه او پرځای تعبیر کېدای شي.
بیا ځلې د ښاغلي محق لیکنې ته راګرځو.
وړاندې یې ویلي: د سکولرزم اصلي مانا د قلمرو/ پولو پر جلاوالي راګرځي او د دوی ترمنځ د انډول ساتنې په مانا ده. د خصوصي ډګر جلاوالی له عامه، د وحي حوزې بېلتون له عقله او د دین او حکومتولۍ د پولو بېلتون.
لوستونکي دې توجو وکړي چې ښاغلی محق څنګه له کلماتو سره لوبې کوې. وایي چې سکولرزم له دین سره د مخالفت په مانا نه دی، بلکې یوازې د حوزو بېلوالی دی. د دین او دونیا د حوزو او یا هم ډګرونو بېلوالی.
په دې اړه نور وړاندې نه ځم. لیکنه یې خپله له پراډکسونو غږیږي.
دې فرمایش ته یې پاملرنه وکړئ:
(( دا لیدلوری له اسلام سره په بشپړ ډول سرخوري او کولی شو په قران او حدیثو کې یې ګڼ دلایل وګورو.))
دی چې دینداران دروغژن راپېژني، خپله هېڅ دروغ نه وایي. نه پوهېږم دا خبره یې له کوم ځایه راوړې چې اسلام له سکولرزم سره اړخ لګوي. دا یې نور هم هېښنده چې وایي په قران او احادیثو کې یې ګڼ دلایل شته خو نه پوهېږو چې دی ښاغلی یې ولې دلیل نه راوړي.
وایي: (( په هغه ټولنو کې چې سکولرزم په ریښتیني مانا پياده شوی، ټول اوسېدونکي یې له مساوی حقونو برخمن او ټول دینونه پکې د درنښت وړ وي. د جومات، کلیسا، مندر او… توپيرونه پکې نه وي.
ابهام او د خپلو دعوو په زبات نه رسول، د محق د لیکنو د لیدوړ ځانګړنه ده.
ولې یوه بېلګه هم نه راوړي. په هغه هیواد کې چې سکولزم پلی وي، دین پکې څنګه د درنښت وړ وي؟ لکه چې دی په سکولر هیوادونو کې د حجاب پر مخنیوی خبر نه دی؟ دی ښاغلی له نړۍ ښه خبر دی. خو دی چې له اسلام څخه دفاع نه کوي او د نړۍ د مسلمانانو پر ستونزو څه نه لیکي، حتما به ورته کومه مهمه موضوع نه ښکاري چې خپل قیمتي وخت پرې ضایع کړي.
مخکې له سکولرزم سره د خواخوږۍ په پلمه لیکي: (( سکولرزم هغه تګلاره ده چې له دین څخه د بدې ګټې اخیستنې مخنیوی کوي.)) دا جمله مې یې خوښه شوه. دا په دې مانا چې یو چا ته وایي چې له کوره مه وځه، چې موټر دې ونه وهي. ښاا، د دې لپاره چې له دینه بده ګټه وانخیستل شي، نو دین باید یو کونج ته کړو؟
د حسن اختتام لپاره به یې بله جمله هم راواخلو: (( د پارېدلو بنسټپالو ډلو له سکولرزم سره په دې هم ورانه ده چې ولې اذان ته اجازه نه ورکوي، چې په دې خپل مخالفان مات کړي او هغوی پرې چوپ کړي.)) ښاغلی محق سکولرزم مسلمانانو ته منسوبوي. دقیقا همغه سکولرزم دی چې په اسلامي هیوادونو کې له زوره کار اخلي او د خلکو د نهغوښتنې سربېره یې هم پرې مني. که سکولرزم له زوره او ډانګه کار وانخلي، نو پرېږدئ چې څومره مسلمان هیوادونه یې د خپلو غوښتنو په بنسټ پر ځان حاکموي.