د مقاومت سرګمه داعیان

لیک: عبدالله ویاړ
د مقاومت په نامه د یوې فرضي ډلګۍ تبعیدیان او داعیان پرون بیا سره راټول شوي وو او بیا یې د تمساح په څېر د وطن په مړه جسد اوښکې وبهولې. د تمساج له فریب او حیلې په خبر نه یاست؟ د تمساح په جبلیت کې یو شی شته. دا، یوه معصوم حیوان وداړي، وینې وڅښې؛ بیا یې پر لاش د فریب اوښکې تویوي. کټ مټ همداسې. دوی حیات افغانستان وچېچه، ومروړ، وزبېښ؛ خو دا دی اوس پرې فاتحه خواني کوي. هغوی چې سالم عقل په خپل سر کې لري، له ځانه به ونه پوښتي چې ته په کومو سترګو د هیواد نوم اخلي؟ ستا شاهکارې! کارنامې د هېرېدو دي؟ د بلخ امپراتور نه وې؟ ښاغلی سیاف تاسو به په تورو خلتو کې بې خرته ډالر نه راتلل؟ د (کې. جي. بي. په پنجشیر) کتاب ستاسو په اړه څه وایي؟ ښاغلی سیاف تاسو به د هرې خلتې په اخیستو من من نه غټېدئ؟ لیکوال وایي چې اشغالګرې امریکا او ناټو به په تورو خلتو دی ویشت، دده به له خندا خوله نه راټولېده. ستاسو هاغه مقدس جهاد په پېر کې له روسانو سره ګوتې نه وې خوږې کړې؟ روسان په سالنګ چا راتېرول؟ دا او دې ورته سل او زر پوښتنې شته، خو ځواب به یې څوک کړي.
په پرونۍ ناسته کې احمد مسعود( د مقاومت فرضي ډلګۍ مشر) معلم عطا، صلاح الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف( د یوه اشغالګر سیوری به یې په ټوپک ویشت او ددې بل اشغالګر قدم بوسي به یې کوله.) او نور راټول وو. دوی ظاهرا د استاد رباني د دولسم یادورځې په مناسبت راټول شوي وو، خو د بحث موضوع یې د اوسني نظام پر وړاندې زهرپاشي وه. معلم عطانور او په تېره اداره کې د بلخ والي دې پرلیکې ناستې ته ویل چې ګویا اسلامي امارت له اسماعلي او جغفري فقهې له پیروانو سره بدي راخیستې ده. په هیواد کې مېشت وطنوال ګوري چې دا تور بې بنسټه دی. ایا د محرم له سږنیو مراسمو خبر نه یاست؟ ۱۴۰۰۰ سرسپارلي مجاهدین د اهل تشیع وروڼو او ساتنې په پار لارو کوڅو ته راونه وتل؟ د خپلو هیوادوالو د امنیت لپاره یې شپه او ورځ یوه نه کړه؟ د اسلامي امارت د زعیم په امر د دې مراسمو د ښه ترسراوي په موخه ګډې کمیټې جوړې نه شوې. هماغه خبره چې دروغ وایه، خو په شرعه یې رغ وایه. په هیواد کې فقر پراخ او عمراني چارې نه شته. د قوش تپې بېلګه په ټوله منځنۍ اسیا کې شته. تاسو په دا دومره کلونو کې کومه حیاتي پروژه ورغوله؟ ستاسو په غلا شویو پيسو سل د قوش تپې کانالونه نه جوړیږي؟ ط.لب ظالم او جابر( دې وخت کې ترې قلقله کیږي.) ظالم او جابر خو نه پاییږي. که خدای مه کړه جابر او ظالم شول، خو په خپله به د خپل مرګ ننداره وکړي. د دې تور دلیل، ارقام مو له کومه کړل؟
د فرضي مقاومت مشر احمد مسعود بیا وایي چې اسلامي امارت د تېر په پرتله نه هومره پیاوړي دي او نه هم هومره محبوبیت ورپاتې ده. د دده د خبرو له اندازه ښکاري چې بویه اوسنی نظام یو طردشوی نظام دی. دی وړاندې وایي چې هر څه لرو، خو د احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني ارادې نه لرو او همدا ده چې ناکام یو. وایي چې ګویا اسلامي امارت له خپله نامه او د مدرسې بده ګټنه کوي او د خپلو موخو لپاره یې کاروي. دا او ورته بیانونه هماغه خیالپلوونه دي چې سړی یې کله کله په خیالۍ نړۍ کې وهي. پر مبارزه یې ټینګار کړی او د مقاومت د بریالیتوب یې ویلي.