د اوکراین جګړه او د اسرائیلو نا معلومه آینده!

راپور: د. عبدالحی قانت

د تېرې سړې جګړې پر وخت شوروي او امریکا دواړه د اسرائیلو کلک ملاتړي او ملګري ؤ. د امریکا او شوروي تر منځ د اسرائیلو پر سر هېڅ اختلاف نه ؤ.
د امریکایانو د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې اسرائیلو د امریکا په بهرني سیاست کې هغه لومړیتوب چې پخوا یې درلود له لاسه ورکړی. دا د اسرائیلو شتون لپاره لوی خطر دی. امریکایان او اسرائیل په دې له پخوا پوهېدل چې دا ورځ راتلونکې ده، همدې لپاره امریکایانو په منځني ختیځ کې د اسرائیلو تطبیع او نورمالایزیشن پیل کړ. د تطبیع لامل دا ؤ چې اسرائیل وکولی شي پر امریکا له بسپنې پرته د سیمې په هیواونو کې ادغام شي او په سیمه ایز ډول عادي هیواد جوړ شي.
بل اړخ ته روسیه په دې پوهېږي چې اسرائیل د اوکراین ستراتیژیک او عقیدوي ملګری دی. زلنسکي په خټه یهودي او د اسرائیلو مشهوره لابي ده. بل اړخ ته د روسیې او ایران روابط اسرائیلو لپاره د خطر لوی زنګ دی. اسرائیل دغه روابطو ډېر وارخطا کړي ځکه چې که منځني ختیځ څخه امریکا وځي او یا نظامي شتون او مالي منابع کوي، په سیمه ایز ډول ایران له چین او روسیې سره د همکارۍ په نتیجه کې اسرائیلو ته سخت ګزار ورکولی شي. روسیه له ایران پرته د فلسطین د مقامت له پاړکو سره هم نږدې اړیکې لري.
د ورسیې او OPEC نږدې اړیکې اسرائیلو لپاره بل لوی خطر دی. د سعودي او امریکا اوسنی ټکر د اسرائیلو شتون لپاره بله لویه معظله ده. امریکا به هېڅکله نه غواړي چې په منځني ختیځ کې بلانس داسې برابر شي چې اسرائیل کوښه کړي خو چینایان او روسان په پوره انرژۍ دې هدف لپاره کار کوي.
که امریکا غواړي چین او روسیې سره مزي راکاږي باید له منځني ختیځه خپله لمنه راټوله کړي او پر انډو پېسېفیک او شرقي اروپا خپله خواري وکړي. که دا کېږي (چې نوې ستراتیژي همدا په ډاګه کوي) په منځني ختیځ کې دغسې قوي شتون په خطر کې دی.

پای

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button