امریکاکي طوفانونو تر ۵۰ ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په داسي مهال، چي امریکایان دکرسمس په لمانځلو بوخت دي، دامریکا په شمال ختیځ، منځني او لويديځو سیمو کي سختو طوفانونو او بوړبړکیو ۱۰ تنه وژلي، تر۴۰ زیات کسان یې ټپيان کړي او یوشمېر نور يې په ترڅ کي لادرکه شوي دي.

دامریکايي چارواکو په وینا، چي دطوفانونواو بوړ بړکیو له امله لسګونه کورونه نړیدلي، په ځینوسیمو کي یې برېښنا غوڅه کړې او دژوند چاري یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.

راپورونه وايي، چي په زیاتو سیمو کي خلک خپلي شپې او ورځي په عاجلو پناه ځایونو کي تیروي.

دامریکاپه مشيګن ایالت کي ۱۰ ځله بوړبړکۍ راغلي، چي لسګونه کورونه یې نړولي او خلکو ته یې زیات زیانونو اړولي دي.

امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چي په مسيسپي ایالت کي طوفانونو دیوې میرمني په ګډون ۴ تنه وژلي، پولیسو ویلي، چي بوړبړکیو دکورونو چتونه الوځولي دي.

په ټينيسي کي دوه تنه وژل شوي او دطوفانونو له امله لاري او واټونه تړل شوي دي.

راپورونه وايي، چي دطوفانونو او بوړبړکیو له امله په ځینو ایالتونو کي بیړنی حالت اعلان شوی دی.

ویل شوي، چي په ځپل شویو سیمو کي دژغورني چاري رواني دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button