امریکا، کارولینا کي په یوه تجارتي مرکز برید ۱ تنه وژلی

دامریکاپه کارولینا ایالت کي په یوه تجارتي مرکز کي دبرید په ترڅ کي یو تن وژل شوی او یوتن ټپي شوی دی.

راپورونه وایي، چي تیره ورځ دکارولینا ایالت په ټشارلوټ کي یو وسله وال کس تجارتي مرکز ته ننوت او هلته يې ډزي پيل کړې.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي په برید کي یو تن وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی.

له پيښي وروسته دپيښي ځای ته پولیس رسيدلي اوسیمه یې کلابنده کړې ده.

دغه برید په داسي مهال شوی، چي امریکایان دکرسمس په لمانځلو بوخت او امنیتي ځواکونو امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

دیادوني وړ ده، چي په امریکاکي دبېلابېلو ډلو او وسله والو له لوري زیات بريدونه ترسره کیږي، چي تر ډیره یې راپور نه ورکول کیږي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button