د طالبانو او روسیې د اړیکو موضوع ته کتنه

خالد افغان زوی

کیسه څنګه راپورته شوه؟

آبله ورځ په کابل کې د روسیي فدراتیف سفیر ضمیر کابلوف د روسیې له خبري اژانس انترفاکس سره په مرکه د طالبانو په اړه وویل چې : په افغانستان کې دداعش شتون ته په پام سره په یاده برخه کې زموږ او طالبانو د منافعو ترمنځ انطباق راغلی ،مطلب دا چې داعش د دواړو ګډ دښمن دی.

ضمیر کابلوف چې د طالبانو په لاس کې د اسیرو روسانو د خلاصون مسؤل هم پاته شوی،له طالبانو سره د روسیې اړیکي درلودل ومنل. نوموړي وویل د روسیې لپاره دا ډیره مهمه ده چې افغان او پاکستاني طالبان د داعش مشر خپل خلیفه نه بولي بلکې ددښمن په نظر ورته ګوري هغه چې روسیه یي هم دښمن بولي.

د ضمیر کابلوف له یادو څرګندونو ځینو رسنیو دا اخیستنه وکړه، چې طالبانو له روسیې سره د داعش په خلاف د ګډې مبارزې په اړه مذاکرات کړي دي، طالبانو د یوې اعلامیې په صدور سره د رسنیو دا ډنډوره رد کړه او ویي ویل چې دوی نه د داعش په خلاف د مقابلې په اړه له روسیې سره خبرې کړي او نه هم ددغسې خبرو اړتیا ویني ددوی په باور چې طالبان د ۴۹ ملکونو ټلواله ماتولی شي نو دا څوغوږه داعشیان هم مهارولی شي لکه څنګه چې یي اوس په ټول افغانستان کې مهار کړي او یوازې د سپین غر د لوړو په څو غارونو کې پاته دي چې د طالبانو د حملې په مهال د پاکستان خواته تښتي خو چې طالبان له غرونو کوز شي دوی بیا په غرونو کې ځان ښکاره کړي.

رښتیا هم که دداعش وضعیت ته وکتل شي او بیا د طالبانو پوځي توان ته، نو طالبان شاید هیڅکله دې ته مجبور نه شي چې له کوم هیواده مرسته وغواړي ، په افغانستان کې د داعشیانو لوی قوت د فراه او زابل خصوصا ازبکستاني داعشیان وو چې طالبانو په څو ساعتیزو عملیاتو کې رام کړل، په ننګرهار کې دداعش ټول قوت هغه اورکزي داړه ماران وو چې د پولې له کوزې غاړې را اوښتي وو، هغوی هم د طالبانو په وړاندې درانه تلفات ورکړل او وروسته په سیمیزو خلکو کې د نه قبولیت له وجې بیرته له افغانستانه ووتل. داعش ته اوس په ننګرهار کې یوازې څو پوهنتوني وهابیان ورپاته دي، چې په راډیويي نطاقۍ غښتلي اما د جګړې بار ته د ټینګي نه دي،امریکایان او د کابل رژیم چې د داعش په رامنځته کولو یي له پخوا پانګونه شروع کړي همدغه څوتنه داعشیان ډیر مطرحوي او بیا بیا یي په رسنیو کې یادونه کوي، چې د وروستۍ ډنډورې د راپورته کولو یو غرض هم شاید همدا وي تر څو دداعش موضوع له واقعي کچې نه په مراتبو لویه اودرنه وښيي.

له دښمن سره مفاهمه طبعي او مشروعه ده

انسان مدنی الطبع دی،همداراز د انسان معنی له أنس یعني محبت ، الفت ، نږدیوالي او ګډون څخه اخیستل شوې ده، د انسان نه پرته نور حیوانات وحشیان بلل کیږي چې د نفرت او تښتتیدنې مفهوم په کې موجود دی، انسان په فردي او اجتماعي لحاظ په هر حال کې له نورو انسانانو سره تعامل او اړیکو ته طبعا مجبور دی.

په انساني تاریخ کې هیڅ داسې انساني فرد یا ډله نه ده ثبت شوې چې هغو دي له نورو انسانانو سره تعامل، خبرې او تعلق نه وي درلودلی، هرڅوک له خپل همسایه او هر هغه چا سره چې ګټه او تاوان یي ورسره تړلی وي تعامل او روابط ساتي.

که له دیني اړخه وګورو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل دور له هر ډول کتابي او غیرکتابي کفارو سره اړیکي، مفاهمه یا روابط درلودل، په مدینه کې یي د همدې اړیکو په اساس له یهودو سره تړون وکړ، وروسته یي د مختلفو قبائلو له سردارانو او امیرانو سره همیشه ناسته ولاړه او خبرې درلودې، حتی لویو امپراطوریو ته یي خپل استازي ولیږل او له هغوی سره یي بالواسطه مذاکرې وکړې، تر څو د اسلام او مدني امارت د ګټې،استحکام او له اضافي اضرارو د خوندیتوب لپاره ترې استفاده وکړي.

له لرې او نږدې حکومتونو او سیاسي مجامعو سره تعامل، داستازو استول، هغوی ته خپل پیغام رسول او د هغوی پیغام اوریدل د نبوي سیاست یوه لویه برخه وه،نبي علیه السلام له نړیوالو سره داسې وچ دښمنانه چلند نه درلود لکه دداعش، هغه چې ددښمن استازي ته هم د واجب القتل دښمن په نظر کتل کیږي او سر ترې غوڅیږي،دغه ډول تړلی او تنګ دریځ د شر القرون داعشي تصور او اجتهاد دی چې په اسلام کې ځای نلري.

زموږ د پیغمبر علیه السلام وروستی وصیت خپل امت ته داوو چې تاسو له استازو او پیغام وړونکو سره ښه چلند وکړئ، له دې څخه ثابتیږي چې له کافر حکومت سره خبرې، ناسته او مفاهمه کوم ناروا عمل نه دی په شرط ددې چې هدف یي مشروع وي او ددین اصول په کې تر پښو لاندې نه شي.

د طالبانو سیاسي استازي چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو له چارواکو سره ناسته پاسته، مفاهمه او خبرې اترې کوي، مهم اهداف یي د طالبانو په اړه دهغوی پوښتنې ځوابول ، د امارت ددښمنانو کمول،له بي ځایه او ناڅاپي شخړو څخه د امارت ساتنه،او د امارت داستحکام په موخه د هغو خنډونو له منځه وړل دي چې په دغسې لیدنو کتنو او مفاهمو له منځه وړل کیدلی شي.

روابط او وابستګي تر خپل منځ فرق لري

که د سیاسي او نړیوال عرف له نظره وګورو نو په نړیوال سیاسي عرف کې هم له کوم چا سره اړیکي درلودل ناشایسته عمل نه شي بلل کیدای،په نړۍ کې دښمنان هم یو تر بله اړیکي ساتې، خبرې کوې او په تر ټولو سختو حالاتو کې هم د مفاهمې چینل فعال ساتي، ایران او امریکا تردې وروستیو یو د بل خطرناک دښمنان بلل کیدل ددوی ترمنځ دښمني هغه وخت اوج ته ورسېده کله چې ایراني محصلینو د امریکا سفارت قبضه کړ، مګر له هغه وروسته چې امریکا په ایران کې سفارت نلري بیا هم ددغه دوه سره مخالف ملکونو خپل د اړیکو کانال په تهران کې د سویس سفارت ته انتقال کړی او له هماغه چینل څخه یو له بله اړیکي پالي.

سیاسي روابط په اصل کې هغه تاکتیکي چلند ته وایي چې دوه سیاسي اړخونه یي د خپلو منافعو لپاره له یوبل سره پالي په سیاسي روابطو کې د اجبار او احتیاج موضوع تر منځ نه وي، او نه هم یو لوری په بل باندې تنفیذي واک لري ، دغه ډول اړیکي چې زیاتره د یو بل له موقف او پیغام څخه د خبریدلو لپاره وي هیڅ کوم نادود عمل نه بلل کیږي.

اما هغه څه چې نامشروع یا په سیاسي عرف کې د پیغور وړ بلل کیږي هغه له کوم اړخ سره د سیاسي جریان وابستګي ده، وابستګي دا مطلب چې یو سیاسي اړخ له بل جهت سره داسې تړاو ولري چې کنټرول یي د هغه په لاس کې وي، مثلا د افغانستان کمونیستانو له شوروي اتحاد سره روابط نه بلکې وابستګي درلوده،ځکه شورویان توانیدلي و چې داخلي کمونیستان د خپلو سیاسي،فکري،اقتصادي او فرهنګي اهدافوپه لاره کې د ریموټي نانځکو غوندې وکاروي، دغسې تړاو هغه چې یو جهت په کې ځان بایلي او کاملا د بل اړخ په کنترول کي راځي نامشروع او د نه منلو وړ موقف بلل کیدای شي.

اکثره خلک په طالبانو دا تور لګوي چې له پاکستان سره تړاو یا وابستګي لري،مګر ددوی دا خبره بې ځایه او ناعادلانه ده،ځکه له پاکستان سره د طالبانو تړاو دا معنی چې پاکستان په طالبانو بشپړ کنترول لري او طالبان د خپل ګټو لپاره کاروي، په داسې حال کې چې هیڅ داسې ثبوت نشته چې په طالبانو د پاکستان کنترول ثابت کړي،که پاکستان په طالبانو کنترول درلودلی،باید چې طالبان یي دېته مجبور کړي وای چې د خپل واک په وخت کې د شرعي نظام په ځای پاکستانی سیاسي ماډل جمهوریت نافذ کړي لکه څنګه چې کابل میشت د امریکا وابسته ګان په ټولو برخو کې هوبهو امریکایي پلانونه او ماډلونه عملي کوي.

برعکس د طالبانو په اړه باید وویل شي چې له پاکستان سره روابط لري، هوکې طالبان د یوه سیاسي انساني حرکت په حیث مجبور او مکلف دي چې له هر هیواد سره خصوصا ګاونډیانو سره روابط ولري، د خپلو سیاسي سفیرانو په توسط له هغوی سره لیدنې وکړې،خپله خبره ورته ورسوي او د هغوی موقف درک کړي.

طالبان ولې باید له روسیې سره مفاهمه ولري؟

لکه وړاندې چې وویل شول نفس مفاهمه یو طبعي،مشروعه او سیاسي اړتیا ده، هر هغه جهت چې مواقف یي ستا په کار او فعالیت تاثیر لري نو تاسو له هره اړخه مجبور یاست چې له هغوی سره په خبره ځان پوه کړئ، تر څو د هغوی دوستي یا دښمني ، مثبت یا منفي موقف ځانته معلوم او بیا په رڼا کې په روښانه سترګو متقابل چلند وکړئ.

روسیه په دې سربیره چې دنړیوال سیاست مهم لوبغاړی دی، د افغانستان په سیاسي وضعیت مخامخ تاثیرګذار هیواد دی،که روسیه په افغانستان کې د سوریې غوندې مداخله وکړي نو کولای شي ډیرې معادلې معکوسې کړي،لکه په سوریه کې یي چې د حالاتو ټولو مبصرین ګوته پرغاښ کینول.

طالبان چې له امریکا سره لاس او ګریوان دي او په نړیواله سطحه یي هم دومره دښمنانو ته غیږ ورکړي چې نور یي په لیڅو کې نه راځي ورته په کار ده، چې د خپلې بقاء په خاطر د خپلو دښمنانو اضرار له ځانه دفع کړي او له اضافي او غیرضروري ټکرونو او تصادماتو ځان وساتي.

د هیواد په شمال کې د طالبانو مضبوط شتون او د کندز، بدخشان او فاریاب د فتحو غوندې سترې بریاوې هغه حوادث وو چې روسان یي وپارول، روسان چې طالبان یي د شمالي ټلوالې د تعبیر او تعریف له عینکو لیدل، نو ددوی پرمختیا یي ځان ته مخامخ ګواښ تلقي کړه، دهمدې لپاره یي په شمالي افغانستان کې د مداخلې ګواښ وکړ، د طالبانو حرفوي دښمنانو لکه دوستم، عطاء محمد نور او په ټوله کې شمال ټلوالې له فرصت نه د ګټې پورته کولو هڅه وکړه، دوستم له پوتین څخه د ټانګونواو څرخکو غوښتنه وکړه، عطاء محمد نور د روسیې په مرسته د یوې نوې ملیشې جوړولو خبره وکړه، حتی د مشرانو جرګې د مشر په شمول ځیني کسان روسیې ته لاړل او له روسیې نه یي د پنځوس زره میله کلاشینکوفونو د مرستې اخیستلو خبره وکړه.

طالبان چې د اربکیزم له فتنې څخه یي ډیرې ستړې لیدلې وې دا ځل په شمال کې د یوې نوې ملیشې له خطر سره مخامخ شول، مګر ددې په ځای چې ددې ملیشې سره یوازې پوځي مقابله وکړي او په شمال کې د یوې نوې خونړۍ جګړې اور بل کړي د شمال د نوې ملیشې له شر څخه د امن په خاطر یي سیاسي قطعه وکاروله او هغه داچې د روان کال د میزان په شلمه نیټه یي د سیاسي دفتر لخوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټولو شمالي ګاونډیانو ته ډاډ ورکړ چې ددوی فتوحات به ګاونډیانو ته ضرر ونه رسوي، د منځنۍاسیا هیوادونو دې بي ځایه خطر نه محسوسوي. طالبانو په خپله اعلامیه کې هغه مهال ولیکل: د اسلامي امارت سیاسي دفتر خپلو ګاونډيو هېوادونو ته ډاډ او اطمئنان ور کوي چې هېڅ ګاونډي ته د ضرر رسولو اراده نه لري، اسلامي امارت د انساني ارزښتونو او اسلامي اصولو له مخې له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د حسن جوار د اصل په اساس د ښو او مثمرو روابطو غوښتونکی دی، په دې اړه چې داسلامي امارت په خلاف کوم تبلیغات کېږي هېڅ اساس نه لري.»

د طالبانو دغې اعلامیې لوی کار دا وکړ چې د روسانو د ښکیلتیا جذبه یي سړه کړه، د شمال د ملیشو خبره چې د روسیې په مرستو به جوړېده همداسې پاته شوه او طالبان وتوانیدل چې ددښمنانو به بیروبار کې دیوه خطرناک دښمن له غیرضروري جنجال څخه ځان وژغوري او خپلو اولویتونو ته فارغ شي

دا واقعیت باید ومنو چې د اسلام ویښتابه ډیر سیاسي یا جهادي تحریکونه په تصادماتو کې له منځه تللي او ټول قوت او جوړښت یي ذوب شوی دی، تصادمات کله ناکله ناګزیره وي او له ناچارۍ ورته څوک مجبوریږي لکه د طالبانو او غربي ټلوالې تصادم ، اما کله ناکله غیر ضروري وي لکه بې موجبه ټولو لرې او نږدې دښمنانو ته جنګ اعلانول، هغه چې یوازې ددښمن د پاریدنې او دښمن ته د بهانې د په لاس ورکولو کار کوي او نور له تباهي پرته او د اسلامي خوځښت له څو ګامه شاته غورځیدلو پرته بله هیڅ نتیجه نلري.

د طالبانو یوه هوښیاري داده چې د نورو نړیوالو جهادي حرکاتو برعکس تر خپله وسه ټول کوښښ کوي چې له غیر ضروري او بوختوونکو تصادماتو او جنجالونو ځان وساتي، دوی په تیرو څو کلونو کې د همدې پالیسۍ په مټ وتوانیدل چې له ډیرې سختې او امتحاني مرحلې ژوندي ووځي حال داچې په دغسې مراحلو کې ډیری تحریکونو په بشپړه توګه له منځه ځي او جمعي وجود یي متلاشي کیږي.

۲۰۱۵/۱۲/۲۵ میلادي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button