Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

کسوف او خسوف

دلمر تندر نیونه چې په عربی ژبه یې ( کسوف الشمس )اوپه اردواو هندی ژبو کې ورته (سورج ګرهن)او په انګریزي ژبه یې (Solar Eclipse) بولي او د لمر تندرنیونه با کسوف هغه وخت رامینځ ته کیږي چې سپوږمۍ دځمکې او لمر تر مینځ تیریږي .
بیلابیل ادیان او مذاهب دلمر او سپوږمي دتندر نیونې په اړوندبیلا بیل عقاید لري. هندوان به دې باور دي چې کله لمر تندر نیسي نو علت یې دا دی چې دو ه دیوان یې خوري . چینایان عقیده لري کله چې کسوف یا خسوف رامینځ ته کیږي نو په نړۍ کې ستر ناورینونه او دواکمنانو او پاچاهانو مرګونه رامینځ ته کیږي.
داسلامي عقیدې پر بنسټ دا یوه خدایی معجزه ده او باید دکسوف او خسوف په لیدوسره استغفار وویل شي او یا هم قرآني ایتونه ولوستل شي او یا هم لمونځ او عبادت تر سره شي.
یو شی چې ډیر مهم دی هغه دادی چې د کسوف په وخت کې لمر ته کتل کیدای شی چې سترګې خرابی کړي او باید له تورو عینکو نه کار واخیستل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button