دنړیوال جام په سیالیو کې افغانستان سکاټلینډ ته ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال دنړیوال جام په لوبو کې افغانستان سکاټلیند ته ماته ورکړه او لوبه یې په یوه ویکیټ وګټله .

سکاټ لینډ لومړي توپ وهنه پیل کړه په ۵۰ اورونو کې یې افغانستان ته ۲۱۱ هدف وټاکه.

وروسته افغانستان توپ وهنه شروع کړه ، دلوبې پیل ډیر ښه ووخو لږ وروسته افغاني لوب غاړې تر سخت فشار لاندي راغلل څلور لوب غاړي یې پرلپسې وسوځیدل، یوازي سمیع الله شینواري وو چې افغانستان یې دکامیابي سرحد ته ورساوو، په وروستیو اورونو کې سمیع الله شینواري دوې شپږیزي ووهلې منډې یې زیاتې کړې او رین ریټ یې یو دم راکښته کړ،کله چې یې د دریمې شپږیزي هڅه وکړه ګیند یې ونیول شو او د ۹۶ منډو په پوره کولو سره وسوځید.

وروسته شاپور او حمید حسن ودریدل او ښه پیل یې وکړ، په اخیر کې لوبه ډیره سخته شوه ۴ باله ۴ منډې پاته وې خو دشاپور په وروستۍ څلوریزه افغانستان ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله .

د نن ورځې په لوبه کې سمیع الله شینواري ښه وځلید په ۱۴۶ بالونو یې ۹۶ منډې جوړې کړې چې له امله یې مین اپ دمیچ شو. همدا راز جاوید احمدي په ۵۱ بالو ۵۱ منډې جوړې کړې،په تیزو بالارانو کې شاپور له توقع خلاف توپ غورځونه وکړه دسکاټلینډ څلور لوب غاړې یې وسوځول.

تر دې وړاندې افغانستان په نړیوال جام کې دوې نورې لوبي له بنګلدیش او سریلانکا سره ترسره کړې دواړې یې بایللې دي،دا لومړۍ لوبه ده چې افغانستان یې ګټي.

احمدبشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!