د سعودي عربستان اټومي فزيک پوه ايران ته په جاسوسۍ تورن شوی

عــزم  (جمعه ، کب ۷ مه، ۱۳۹۴ ل): په سعودي عربستان کې له ۳۲ کسانو څخه يو يي ايران ته په جاسوسۍ تورن دي.
دغه کس د سعودي عربستان اټومي فزيک پوه دي ، چې شپږ کاله يي په چين کې دنده تر سره کړي .
دامطلب د «العربيه » تلويزوني چينل ور کړی دي.

د يادونې وړ ده چې په دغو کسانو کې ۳۰ تنه يي شيعه مذهبه دي او دوه هم بهرني اتباع دي: چې يويي دافغانستان تبعه اوبل يي چې په عربي ژبه خبري کوي ايرانی دي.
دغه کسان له دې کبله متهم پيژندل شوي چې ايران ته يي پټ اومحرم اطلاعات ور کړي دي.

چې د سعودي عربستان پاچاهي دولت اقتصادي ګټو ته زيان اړوي، د خلګو يووالي ته ګواښ رامنځته کوي او مذهبي شخړي پاروي.
د د وسيي د مواداتو پر اساس د ايران استخباراتو ته اطلاعات د شفر په توګه په ايميل کې استول کيدل.
څارنوالۍ د تورونو کسانو کړنې خیانت بللی دي. تورن کسان په ۲۰۱۳ کال کې نيول شوي وو ، خو د دوی محاکمه يوازې اوس پيل شوې ده. د رویتر اژانس وايي چې د دوی په منځ کې د شيعه ټولنې مشهور استازي شته.
د سعودي عربستان شيعه ګان ويره لري چې د دوی پر وړاندې به په پراخه کچه ترټل پیل شي.

نورالله سباوون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button