د دایکندي په کجران ولسوالي کې له ۳ ورځو راهیسې جګړه روانه ده

عزم /  له دایکندي ولایت نه په تازه رارسیدلو راپورونو کې ویل شوي ددې ولایت په کجران ولسوالي کې د افغان امنیتي عسکرو او طالبانو ترمنځ له تیرو دریو ورځو راهیسې  جګړه روانه ده، له سیمې نه ورکړل شویو راپورونه وایي طالبانو دخپلو عملیاتو په نتیجه کې د کجران ولسوالۍ ګڼې سیمې تر خپل کنترول لاندي راوستلې،په جګړو کې دواړو لوریو ته د سرزیان اوښتي خو د تلفاتو دقیق ارقام له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

د دایکندي ولایت امنیتي چارواکو منلې چې په کجران ولسوالیو کې طالبانو خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی، امنیتي چارواکې وایي  د تیرو څو ورځو جګړو په جریان کې طالبانو دکجران ولسوالۍ اووه  کلي چې پراخې ساحې لري نیولي او خپل قوت یې دولسوالۍ دوه کیلو میتري ته را رسولی، که مرکزي حکومت عاجله مرسته ونه کړي د کجران ولسوالي د طالبانو لاسته لویږي.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې په کجران کې جګړو زیات زور اخیستی، ولسوالۍ ته ورغلي ټولې لارې د طالبانو په کنترول کې دي، سیمه ته دراتلونکې موټر او لارۍ ګرځول شوی او ولسوالۍ ته د ورتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button