امریکادسي آی اې دمرستي لپاره له افغانستان څخه دخپلو پوځیانو ايستل ځنډولي، نیويارک ټائم

امریکايي چارواکو ویلي، چي دامریکاولسمشر بارک اوباما په افغانستان کي د۲۰۱۵ کال تر پایه دخپلو پوځیانو دپاته کېدلو پرېکړه په دغه هیواد کي دتروريزم په ضد دمبارزې دپياوړتیا، دډرون بریدونو لپاره دسي آی اې دوړتیادلوړولو او دامریکاله پوځي اډو څخه دپوځي عملیاتو دترسره کولو لپاره شوې ده.

ويل شوي، چي دسي آی اې دهڅو دپياوړتیا لپاره دامریکايي پوځیانو ايستل ځنډول شوي دي.

نیويارک ټائم ليکلي، چي اشرف غنی او اوباما ویلي، چي دطالبانو دپسرلنیو بریدونو دمخنیوي او دافغان ځواکونو دروزني لپاره دغه پرېکړه ډیره مهمه ده.

امریکايي چارواکو ویلي، چي له افغانستان څخه دعسکرو درا ایستلو دبهیر دسوکه کېدلو په اړه بحثونه دسی آی اې او دامریکادځانګړوعملیاتي پوځیانو تر اړتیاوو پوري متمرکز وو.

نیویارک ټائم دامریکايي مسوولینو له قوله ویلي، چي دامریکايي پوځیانو کموالي به لکه څنګه چي يې وړاندې پرېکړه شوې وه ددوو اډو بندولو او دزیات شمېر امریکايي جاسوسانو ایستلو ته لاره پرانیسې وه.

نیویارک ټائم دهویت دنه افشاکولو په شرط دیوه امریکايي چارواکي له خولې ویلي، چي استخباراتي ادارو په افغانستان کي دتروريزم دمخنیوي په موخه دعملیاتو لپاره د۱۰ زرو امریکايي پوځیانو دپاته کېدلو وړانديز کړی وو.

ورځپاڼي ویلي، کله چي داوبامامشاورینو له ۲۰۱۵ کال وروسته دامریکايي پوځیانو دپاته کېدلو په اندازې خبري کولې، امریکايي چارواکو وویل، چي دافغان ځواکونو دروزني، هغوی ته دمشورو ورکولو او دتروريزم دمخنیوي په موخه دعملیاتو دترسره کولو لپاره د۱۰ زرو پوځیانو پاته کېدل اړين دي.

دورځپاڼي په وینا، چي دامریکادجاسوسي ادارې مشرانو خبرداری ورکړی وو، چي که په افغانستان کي دامریکايي پوځیانو شمېر لږ شي، نو دوی به اړ شي، چي داستخباراتي ادارو هغه کارکونکي له دغه هیواده وباسي، چي هلته ورته اړتیا ده.

دنیویارک ټائم له خبرو داسي ښکاري، چي امریکايي ولسمشر بارک اوباما دامریکايي پوځیانو دپاته کېدلو پرېکړه دخپلو ځانګړو موخو لپاره کړې ده او دغه پرېکړه دافغان چارواکو دغوښتنو په بنسټ نه ده شوې.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button