سعودي عربستان  يمن کښې د حوثي شعیه ملیشو پر ضد بریدونه پیل کړل

عزم (پنج شنبه وری ۱۳۹۴/۶)  صنعاء سعودي عربستان له خپلو متحدينو سره يوځاي د یمن په حوثي یاغیانو سخته بمباري پیل کړې .

د نړيوالو خبري سرچينو په حواله د سعودي جنګي الوتکو د يمن پلازمېنې صنعاء په شمالي سيمه کې د الديلامي هوائي ډګر او نورې شاوخوا د حوثیانو مربوطه مهمې  سيمې سختې بمبار کړي دي او درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه يي ور اړولي دي .

له سعودي عربستان سره په دغو عملیاتو کښې  قطر،بحرین،کویت، او امارات هم متحد دي چې استخباراتي او لوژیستيکي چارې يي  امریکا  پر مخ وړي.

په امریکا کښې د سعودي عربستان سفير عادل الجبر دغه د سعودي له لوري عملیات تائيد کړي او زیاته کړې يي ده چي د حوثي کودتاچیانو پر ضد پوځي عملیات د ګاونډیو هیوادونو او امریکا حمایت حاصل کړی او د يمن پلازمينې صنعاء هوائي ډګر کښې يي څلور الوتکې ویجاړې کړي دي .

ښاغلي الجبر زیاته کړې  چي دغه عمليات يي د يمن قانوني حکومت د بیرته لاسته راوړلو لپاره پیل کړي او حوثي ملیشي به له صنعاء څخه په وتلو مجبوروي .

سميع شينواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button