ازادي – مدثر همراز

مدثر همراز
په ډير زور او په قسمت د زړه په وينو
کړې حاصل به حريت د زړه په وينو

ازادي که د اسلام چوکاټ کي غواړي
وړي به هر رنګ ملامت د زړه په وينو

لاس تړلي يم خو شکر دي ازاد يم
چا ليکلي دي وصيت د زړه په وينو

په دنيا کي به دي هر څوک مجنون بولي
کړه تر لاسه اخرت د زړه په وينو

مرتبه د شهادت بي انتها ده
د غازي نصيب جنت د زړه په وينو

بي وفا مي ربه ته مکړي تر مرګه
همراز پالم محبت دزړه په وينو

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button