په تبليغيانو يو څو خبرې
لیکوال : مشفق حريتمل
تېره ورځ مې د حافظانو د فراغت په يوه غونډه کې ګډون درلود د مدرسې مدير يو تبليغي و چې له همدې امله يې څو تنه اندونيزيايي تبليغي ميلمانه هم دغې غونډې ته رابللي وو
په غونډه کې يوه اندونيزيايي ميلمه (محمد منير) ته هم د خبرو کولو له پاره وخت ورکړل شو
محمد منير د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې ټينګار وکړ چې خپل بچيان مدرسو ته ولېږئ او دينې زده کړې پرې وکړئ.
ده دا هم وويل چې زه خپله هم په اندونيزيا کې مدرسه لرم چې تر ۴۵۰ تنو هلکان او نجونې په کې جلاجلا دينې زده کړې پرمخ وړي.
د اندونيزيايي تبليغيانو په اړه دا هم ويل کيږي چې هلته د هر تبليغي جماعت مشر او امير خامخا عالم ټاکل کيږي او هيڅ تبليغي جماعت د عالم له امارت نه بغير کوم لور ته د دعوت د کار له پاره نه لېږل کيږي.
نو همدغه وجه ده چې په هڅو يې ګڼ شمېر عيسويانو د اسلام دين قبول کړی دی
محمد منير د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ددوی په هڅو په اندونيزيا او نورو هيوادونو کې ګڼ شمېر عيسويانو د اسلام دين منلی دی او مسلمانان شوي دي
او ورځ تر بلې پکې کفار د اسلام د مطالعې او د اسلام په اړه د مالوماتو په راټولولو کار کوي.
خو برعکس زموږ په ټولنه کې تبليغ د ډېر وخت په تېرېدو سره بياهم محدود پاتې شوی دی او هيڅ پراختيا يې نه ده کړې ولې چې دلته د تبليغيانو اصول او کړنې سره جدا دي دلته تبليغ ديوه تنظيم په بڼه فعاليت کوي او هر هغه څوک چې تبليغ کې يې وخت تېر کړی وي هغه که بيخي ناپوهه هم وي د (امير صاحب) په لقب نازول کيږي او رابلل کيږي او له علماء کرامو بهتر ګڼل کيږي .موږ په خپله ټولنه کې داسې ډيرې بيلګې لرو چې زيات وخت له عالمانو يا هم د مدرسې له طالبانو سره د تبليغيانو ستونزې او اختلافات راپيدا شوي دي چې ډېر وخت په کې اصل ددين خدمت او کارته نقصان رسيدلی او متضرر شوی دی . له همدې امله تبليغيان يوازې پاتې دي ددوی په فکر هر هغه څوک چې که هر څومره ښه عالم دی او په ديني زده کړو کې ښه ماهر دی مدرس دی او ګڼ شمېر طالبانو ته د ښوونې او روزنې تر څنګ د عامو مسلمانانو په ديني مسايلو کې هم مرسته کوي او خلک هم د خپلو ويناوو په مهال نيکيو ته رابلي او له بديو يې دمنع کولو سپارښتنه ورته کوي خو خبرې يې بې معنا او کار يې ناسم دی ځکه چې په تبليغ کې يې وخت نه دی لګولی حال دا چې د علماء کرامو ټول ژوند په دين کې تيريږي.
همدغه راز نورو عامو مسلمانانو سره هم يو ډول توپيري چلند کوي. خو بيا دغه عام مسلمانان چې ددين خبره ورته کوي او ددين کارونو ته يې رابلي سخت پرې ستړي شي چې بيخي کمه فيصدي دې ته برابر شي چې دوی سره شب جمعه او سه روزې ته لاړ شي.
. دا او دې ته ورته نورې ډېرې ستونزې دي چې له تبليغي مسلمانانو نه د خلکو خوا بده ده او له ډېرو هڅو سره سره بيا يې هم په سيمه کې دنفوذ فيصدي په ډير کم سرعت روانه ده .
نو زما په نظر که تبليغيان غواړي چې دغه د دعوت سلسله يې په ښه توګه پرمخ لاړه شي نو خپل مشر ان او اميران دې علماء کرام وټاکي هغوی ته دې په احترام قايل شي او له هغوی دې مخکې مخکې نه کيږي په هره مسئله کې دې ترې مشوره او لارښوونه وغواړي ان شاء الله زه پوره باور لرم چې دغه بهير به يې بيا په برياليتوب پرمخ روان شي.
الله (ج) دې ددين د هرې شعبې مرسته او حفاظت وکړي او الله ج دې هر مسلمان د اسلام د پوره احکامو پابند وګرځوي.
په همدې هيله