د کعبې د طواف ساحه به  تر راتلونکې روژې بشپړه شي

د بيت الله شريف د پراخوالې  او بيا رغونې د پروژې مسؤلينو ويلي دي  چې تر راتلونکې روژې به په بيت الله شريف کې د طواف کوونکو له پاره د پراخوالي کار بشپړ شي.دغه صحن چې تر دې مخکې کوچنی و اوس  به د نوي پراخوالي وروسته  په يو وخت  يو لک او پنځه زره طواف کوونکي طواف کولای شي. او هم به  د طواف له پاره پورتني چتونه هم په خپل وخت سره پرانستل شي.ددغې پروژې عمومي مسؤل سلطان القريشي ويلي دي چې ددغه پراخوالي ترڅنګ  د حاجيانو او د بيت الله شريف د زيارت کوونکو له پاره د نورو تشنابونو،د ناروغانو له پاره د نويو امبولانسونو د تيارولو کار هم روان دی تر څو زيارت کوونکي ناروغان په وخت روغتون ته ورسول شي. هغه زياته کړه چې د حرم د پاکوالي او امنيت د ساتلو له پاره به هم  اقدامات وکړي.

 د بيت الله شريف د رغونې او پراخوالي کار له څوکلونو راهيسې شروع شوی دی چې دا ځل په نوې او عصري بڼه جوړيږي چې کار به يې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې بشپړ شي.

 د يادونې وړ ده چې د ابراهيم ع له وخت راهيسي د بيت الله شريف د تعميرکار وخت په وخت نوی شوی دی چې تر اوسه نهه ځله پکې اساسي تعميراتي تغيرات او نوی والی راغلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!