یمن، په بمباري کي دحوثیانو مشران وژل شوي
په یمن کي دسعودي عربستان په بمباري کي دحوثیانو مشران وژل شوي دي.
له تیري شپې راهیسي دسعودي عربستان په مشرۍ دلسو هیوادونو له لوري په یمن کي دحوثیانو په ضد عملیات پيل شوي دي.
راپورونه وايي، چي نن سهار وختي دسعودي عربستان په بمباري کي دحوثیانو مشران عبدالخالق حوثی، یوسف مدانی او الفیشي وژل شوي او دحوثیانو دانقلابي کمېټې مشر محمدعلی الحوثی ټپي شوی دی.
دسعودي چارواکو ویلي، چي نن يې دحوثیانو دفاعي سيسټم له منځه وړی دی، او په صنعا کي يې دحوثیانو څلور الوتکي تخریب کړي دي.
راپورونه وايي، چي په صنعا برسېره دیمن په جنوب کي هم دحوثیانو په مرکزونو هوايي بریدونه ترسره شوي دي.
حوثیانو ددوی په ضد دسعودي عربستان پيل کړي عملیات غندلي اوويلې دي، چي دا به په سيمه کي پراخي جګړې ته لاره پرانيزي.
ایران هم په یمن دسعودي په مشرۍ دلسو هیوادونو بريدونه غندلي دي.
دخلیج مشرانو ویلي، چي دغه عملیات يې دیمنیانو په غوښتنه او دهغوی دژغورني لپاره پيل کړي دي.
راپورونه وايي، چي له تیري شپې راهیسي دسعودي په مشرۍ دروانو عملیاتو په ترڅ کي لسګونه حوثیان ټپیان او وژل شوي او حوثیان له ځینو سیمو بیرته په شا شوي دي.
عادل خپلواک