د انډین پریمیر لیک ۲۲ لوبه چلنجر په ۹ وېکټو وګټله

عزم/ د هندوستان د (ای پي ايل ) ۲۲ لوبه احمد اباد کې د راجستان رويلز او چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ وشوه چې راجستان رویالز له چلنجر بنګلور څخه په ۹ وېکټو وګټله .

پچه د بنګلور لوبډلې وګټله خو لومړی توپوهنه يي راجستان رویالز ته ورکړه، راجستان د ای پي ایل په دغه ټورنمنټ کې ډېرې لوبې ګټلې وې خو د بنګلور لوبډلې په وړاندې يي ښه بېټينګ ونه شوه کړای .

راجستان په ۲۰ ټاکلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډې هدف وورکړ .

سټېون سمیت ښه توپوهنه وکړه په ۲۸ توپونو يي دوه څلوريزې ووهلې ۳۱ منډې يي وکړې، ورپسې واټسن په ۲۲ بالونو دوه څلوريزې او یوه شپږيزه ووهله ۲۶ منډې وکړې، نور لوبغاړي يي یو په بل پسې وسوځېدل .

د راجستان لوبغاړو د بنګلور لوبډلې لخوا په غوره توپوهنه ونه شو توانېدی چې ډېرې منډي وکړي .

په ځوابي توپوهنه کې د چلنجر لوبډلې دغه ټاکلی هدف یوازې په ۹ وېکټو پوره کړ یو لوبغاړی يي وسوځېده .

وېرات کوهلي چې د چلنجر لوبډلمشر دی په ۴۶ توپونو يي ۶۲ منډې وکړې ښه وځلېده او ناسوځېدلی پاتې شو، ډیولرز په ۳۴ توپونو ۴۷ منډې وکړې .

په دغه لوبه کې سټارک درې وېکټې واخیستې، پيټل دوه او اقبال عبدالله یوه چې سټارک د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو .

د هندوستان ای پی ایل راتلونکې لوبه به د ممبۍ انډېنز او سنرایزر حیدر اباد لوبډلو ترمنځ وي د ممبۍ لوبغالي تر سره کیږي .

سميع شینواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button