د ارزګان سرپرست امنیه قوماندان په یوه برید کې ووژل شو

د ارزګان سرپرست امنیه قوماندان په یوه غلچکي برید کې ووژل شو
راپورونه وایي چې د ارزګان ولایت سرپرست امنیه قوماندان ګلاب خان تېره شپه د مرکز ترینکوټ د مورچې په سیمه کې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.
نوموړی تېره شپه له دوو نورو کسانو سره په ګزمه وتلی وو چې ورباندې برید شوی او د برید پرمهال سرپرست امنیه قوماندان ګلاب خان او یو ملګری یې وژل شوی، خو یو بل تن ژوندی پاتې دی.
نوموړی د ارزګان ولایت د مخکني امنیه قوماندان مطیع الله خان تر مرموزې وژنې وروسته چې په کابل کې ترسره شوه، ددې ولایت د سرپرست امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی وو.
تراوسه ددې پېښې په اړه نور جزييات نه دي خپاره شوي.
نصیراحمد حقمل