د ارګ په بیړنۍ غونډه کې جنرال زمری پيکان دکندوز دجګړې لپاره دقومندان په توګه ټاکل شوی دی

دارګ په ماښامنۍ بیړنۍ غونډکې چې کندز ولایت دګورتيپې سیمي دسقوط په اړه را بلل شوې وه پرېکړه شوې ې چې جنرال زمری پيکان دي کندز ته دقومندان په صفت ولیږل شي

تېر ماښام په کندز کې طالبانو ۲۱ پوستې او ۵۵ تنه اربکیان ژوندي ونیول دوی دغه راز ۴ ټانګونه او ۲ نظامي موټر هم نیولي دي طالبانو دزرګونو مرمیو او ترسل میله زیاتي وسلې دنیولو ادعا هم کړې وه

طالبانو دغه راز ماښام په خپله خبرپاڼه کې ویلي وو چې ترسهاره به ډيري نوري سیمي هم ونیسي

دکندوز چارواکي تراوسه په یاد ولایت کې دطالبانو په دغه بې ساري پرمختګ باندي پټه خوله دي

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button