په بدخشان کي دوې پوځي چورلکې نسکوري شوې

طالبانو ویلي، چي دبدخشان په جرم ولسوالۍ کي يې تیره ورځ دوه چورلکي وویشتلې او نسکوري يې کړې.
طالبانو په خبر کي ویلي، چي دواړه چورلکي يې په جرم ولسوالۍ کي په دهشکې وویشتلې.
راپورونه وايي، چي دغه دوه چورلکي سیمي ته دعملیاتو او په طالبانو دبمباري لپاره تللې وې، چي تر بمباري وړاندي نسکوري شوې.
په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي یوه چورلکه تر ویشتلو وروسته دفیض اباد هوايي ډګر ته څېرمه په دوه کيلومترۍ کي نسکوره شوه او په بشپړه توګه تخریب شوه او بله چورلکه دهوايي ډګر په منځ کي ولوېدله.
طالبانو ویلي، چي له هوايي ډګر څخه بهر په لويدلي الوتکه کي ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
د یادې پیښې په اړه تر دې دمه دګډ حکومت امنیتي چارواکو څه نه دی ویلي.
څه موده وړاندي دطالبانو په برید کي په همدې ولسوالۍ کي تر ۶۰ زیات افغان عسکر ووژل شول او لسګونه نورټپیان شول.
دچورلکو د غورځیدو خبر په داسي حال کې ورکول کیږي چې تیره شپه طالبانو په کندز کې دعسکرو او محلي پولیسو په ۲۱ پوستو د برید خبر ورکړ، په خبر کې ویل شوي وو چې ۲۱ پوستې یې نیولې او ۵۵ تنه عسکر یې ژوندي له ځان سره بولي دي.
د کندز د پیښې په تعقیب تیره شپه په ارګ کې یوه بیړنۍ غونډه ترسره شوه او په کندز کې د طالبانو پر فعالیتونو امنیتي ارګانونو سخته اندیښنه وښودله ، وروسته په غونډه کې د کندز د عملیاتو لپاره زمری پیکان د نوي قومندان په حیث وټاکل شو.
عادل خپلواک