روسي هیکرانو د اوباما اشدمحرم برېښنالیکونه  لوستي دي

عزم/ د”نیویارک ټائمز” ورځپانې د خبر په حواله روسي هېکراونو د تېرکال په وروستيو کې د سپینې ماڼۍ د کمپیوټر څانګې ته ننوتلي دي چې د نور و ډېرو برېښنالیکونو تر څنګ يي د اوباما شخصي برېښنالیکونه هم پلټلي دي .

سره له دې  چې دغه خبر د تېر کال په ورستیو کې نشر شو چې د سپينې ماڼۍ کمپوټر څانګې ته هیکران ورننوتلي خو د سپينې ماڼۍ چارواکو دغه خبر رد کړی وه،  ورځپاڼه وايي چې د سپينې ماڼۍ چارواکو اوس منلې چې په ډيره ژوره او دقیقه توګه ددوي ایمیلونه خلاص شوي او لوستل شوي .

دغه راز ویل شوي چې یو شمېرمهم برېښناليکونه هېکرانو ځانته کاپي کړي هم دي .

ورځپاڼه وايي په انټرنېټي غلو ګمان کيږي چې روسی وي د اوباما د شخصي ګرځنده مبايل له لارې  د هغه برېښنالیکونه تعقیب کړي وي، او د اوبا ډېری هغه حساس برېښنالیکونه  يي لوستلي وي چې په  ډېر ه محرمانه ډول يي استولي وه .

تېرکل په وروستیو کې  یوځل دغه خبر خپور شو چې ویل شوي وه د سپينې ماڼۍ برېښنالیکونو ارشیف ته انټرنېټي غله ورننوتلي، چې اوباما هم له دغه ارشیف نه  کار اخیسته  .

د ورځپاڼې په قول سپيڼې ماڼۍ ويلي دي چې هیکرانو حساس او محرمانه برېښنالیکونو نه دي ليدلي  خو ارشیف ته يي د روسي هېکرانو ننوتل منلي دي  .

حماس افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button