وينزويلا:ولسمشر يې په ام وويشتل شو او ويشتونکې کور وګاټه

351156-maduroweb-1430037732-704-640x480

 ( ۰۶ غويي ۹۴ عزم) په وينزويلا کې يوې ښځې هغه مهال د وينزويلا ولسمشر نکولس مادورو په ام وويشته چې ولسمشر او يوې ولسي ميرمنې د نورو مسافرو سره په يو بس کې سفر کاوه.

د رسنیو د راپورونو په اساس د وينزویلا ولسمشر نکولس مادورو په يوه بس موټر کې له اريګوا ايالت څخه ددغه هيواد پلازمېنې کراکس ته په لاره و چې يوې مېرمنې ام په کرار د ولسمشر خواته ورخطا کړ او هغه يې پرې وويشت خو دغه ام عام آم نه و مګر په دغه ام باندې يو څرګند پيغام په ليکلې بڼه کښل شوی و چې دغې مېرمنې غوښتل ولسمشر ته ووايي چې په ټول ژوند کې يې دا لوی ارمان دی چې خپل کور ولري خو دومره بوديجه نه لري چې کور واخلي نو له ولسمشره هيله کوي چې د کور څښتنه يې کړي.

ولسمشر ددغې ميرمنې عريضه منلې  او ويلي يې دي چې په راتلونکې دوه يا درې میاشتو کې به جوړ کور ورکړل شي.

بل لور ته ام ويشتونکې ميرمن (مارليني اليوو) ويلي دي چې د ولسمشر په ام ويشتل يې د اعتراض او بد نيت  له امله نه و مګر غوښتل يې چې توجه يې راجلب کړي.

د يادونې وړ ده چې د وينزويلا ولسمشر له ولسمشرۍ مخکې يو بس چلوونکی و چې په ۲۰۰۰م ميلادي کال کې يې سياست ته مخه کړه چې اوس خپل ولس ته د ښو اړیکو له امله کله کله په بس کې هم سفر کوي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button