يمن: په دريو ښارونو کې سختې جګړې شوي

Yemeni troops gather to meet Defence Min

 (۰۶ غويي ۹۴) نن ديکشنبې په ورځ  د يمني سرتيرو او حوثي ياغيانو ترمنځ خونړۍ جګړې شوي چې له امله يې لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي دي، د راپورونو له مخې  دغه جنګونه د یمن په جنوب او جنوب لويديځ مارب، تعز او عدن  سيمو کې رامنځته شوي. د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هيوادونو ايتلاف د تېرې يوې مياشتې عملياتو کې ګڼ شمېر حوثيان ووژل او نيول شوي سيمې يې بيرته  ترې په خپله ولکه کې واخيستې او حوثي ياغيان يې په شا کړل. د العربيه تيلويزيوني کانال د خبر له مخې دسعودي عربستان سرحدي سرتېرو د يمن په سرحد د الجازان په سيمه کې له وسلو ډک موټر نيول شوی دی چې ګمان کېده دغه وسله له ايران څخه حوثي ياغيانو ته لېږل کېده.

د يادونې وړ ده چې تيره اوونۍ د حوثي ياغيانو په خلاف د عربي ايتلاف هوايي عمليات هم سعودي عربستان ديمن په مشوره بند کړل اوسعودي عربستان  وويل چې هدف ته رسيدلي او دحوثي ياغیانو مرکزونه يې له منځه وړي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!