داعش: موسيقي اورېدل او د لوبو جامې اغوستل حرام دي

Hunger-Games-Shirts

(۰۶ غويي ۹۴ عزم) په عراق او شام کې د داعش جنګياليو د شام په الرقه سيمه کې د سيمې خلکو ته په يوه تحریري فرمان کې ویلي دی چې موسيقي  اورېدل او د لوبو له پاره يونيفارم (ځانګړې جامې) اغوستل حرام دي.

په فرمان کې ويل شوي دی چې که هرچا ددغه فرمان مخالفت وکړ نو د اسلامي دولت له لوري به ۸۰ دورې وهل کيږي.

په فرمان کې  دا هم ويل شوي چې د لويديځو هيوادونو د ځينو شرکتونوپه ځانګړې توګه د مانچستريونايټيډ،بارسلونا،ريال ميډريډ او  دې ته ورته شرکتونو لباسونه دې نه استعمالوي.

د اسلامي دولت له لوري د نړيوالې سندرغاړې ميډونا سندرې اورېدل هم حرام ګڼل شوي دي او ويلي يې دي  چې سندرې اورېدل د اسلامي تعليماتو خلاف عمل دی.او له خلکو يې غوښتې چې له ناوړه اعمالو ډډه وکړي او که چېرته څوک په دغو جرمونو تورن وګڼل شول ۸۰ دورې به وهل کيږی.

اسلامي دولت په ځينې انګليسي او مسيحي اصطلاحاتو او ځينو نښو لکه د صليب نښه،انجيل،د عيسوي راهبانو انځورونه او د هغوی په نامه تيلويزيوني کانالونه ليدل هم جرم بللي او خلکو ته يې له دغو ټولو شيانو سره د پريکون وينا کړې ده.

 

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!