چينايي سوپرکېنګز لوبډله ای پي ايل کې ترټولو وړاندې شوه

عزم / د هندوستان غوره لیگ (ای پي ایل) سیالیو کې ۲۴ مه سیالي چائناسوپر کېنګز او کېنګز ايلېون پنچاب لوبډلو ترمنځ و ه.

د چائنا سوپرکېنګز لوبډلې تراوسه شپږ لوبې کړي دي چې یوه يي بايللې او پنځه نورې يي ګټلي دي نو له همدې امله اوس په ای پی ایل کې تر ټولو مخکښه لوبډله بلل شوېده .

په دغه سیالي کې لومړی بيټینګ چائنا سوپر کېنګز لوبډلې وکړ چې په ۲۰ اورونو کې په دریو وېکټو له لاسه ورکولو ۱۹۲ منډې هدف جوړ کړ .

چائنا سوپرکېنګ لوبډله کې برېنډرمکالم په ۴۴ توپونو سره ۶۶ منډې وکړې، ورپسې ايم ایس ډوني د یادې لوبډلې لوبډلمشر په ۲۷ توپونو ۴۱ منډې جوړې کړې، دواړه لوبغاړو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه .

په ځوابي توپوهنه کې د پنحاب لوبډلې په ۹ وېکټو له لاسه ورکولو سره ۹۵ منډې وکړې چې په ۹۷ منډو تفاوت يي لوبه وبائلله .

ای پي ایل کې د پنجاب لوبډلې شپږ لوبې کړي دي، چې دوې يي ګټلې دي او درې يي مخکې بایللې وې څلورمه يي چينايي لوبډلې ته اوس وبايلله .

د یادونې وړ دي چې ټاکل شوې د اي پې اېل ۲۵ لوبه د راجستان روېلز او کلکتې نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ په کلکته کې ترسره کېږي. سميع شینواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button