خیبر پښتونخوا ایالت پیښورکې سختو بارانونو مرګ ژوبله اړولې
عزم/ د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت پېښور په ګډون نور ولسوالیو کې سختو بارانو او تېز توپان ۳۰ تنه وژلې او له ۲۰۰ څخه يي زیات ټپیان کړي دي، او د مړو او ټپیانو شمېره مخ په زیاتيدو ده .
دغه رنګ ډېر مالي زیانونه يي هم اړولي دي له لېرو پرتو سیمو سره تړلي سړکونه يي بند کړي دي.
دغه توپان، سېلۍ او بارانونو د کورو چتونه ، دېوالونه او ونې چپه کړي دي د برېښنا ټول نظام يي له منځه وړی.
د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزير مشتاق احمد خان غني ويلي دي چې دغو توپانونو د پېښوراو چارسدې ترمنځ سيمه ډېره ځپلې ده .
دغه راز د پېښور اړونده ټولو روغتونو نو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی ، سره له دې چې نن د یکشنبې ورځ رخصتي وه خو ټول ډاکټران روغتونو ته په بیړني ډول غوښتل شوي دي .
د یادونې وړ ده ې د دغې پېښې قربانيانو کې د افغان مهاجرین هم شامل دي چې دېری يي په کېمپونو کې په خامو خونو کې د باران او سیلۍ له امله ځپل شوي دي .
دغه راز د د خېبرپښتونخوا د موسمياتو د محکمې د چارواکو په وېنا د سبا ورځې پورې پېښور ، مردان ، چارسده ، نوښار، صوابۍ ، ملاکنډ او هزاره ډويژن کې د نورو تېزو بارانونو توپانو او سېلۍ اټکل شوی . حماس افغان